د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ۲۰۱۸ د همغږۍ د څلورمې غونډې

فیفا د ټاکنو له ښکېلو او اړوند بنسټونو سره د همغږۍ څلورمه غونډه روان کال د چنګاښ په ۶ مه د دغه بنسټ د کنفرانسونو په صالون کې جوړه کړه. د دغې غونډې موخې د یادو بنسټونو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ سمون او د ټاکنو په برخه کې د دوی د کړنو د معلوماتو ترلاسه کول دي. په دغه غونډه کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، د سیمییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د ښځو چارو وزارت، د مرکزي احصائیې ادارې، د ډموکراټیک ملي انستیتیوت او د مدني ټولنې ته ورته بنسټونو څخه ۱۲ استازو ګډون درلود. خو د کورنیو چارو وزارت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون استازو د بیا بیا اړیکو سربېره په غونډه کې ګډون ونکړ خو د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې استازي په وروستیو شېبو کې د ټلیفوني اړیکې له لارې له ګډون څخه بښنه وغوښته. د غونډې په سر کې د فیفا د ټاکنیزو پروګرامونو مسوول رحمت الله صالحي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې موخې او اجنډا یې تشرېح کړه او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل ترڅو د خپلو مسوولیتونو په چوکاټ کې د وروستیو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړي. د اجنډا له مخې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون کمېشنر ښاغلي علي رضا روحاني د اړوند موضوعاتو په هکله معلومات وړاندې کړل. ښاغلي روحاني لومړی د دغې غونډې د جوړېدو په تړاو د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) څخه مننه وکړه او ورپسې یې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون اړوند پوښتنې په لاندې ډول ځواب ور کړې: د ټاکنو د قانون له مخې شکایتونو او اعتراضونو ته د رسېدنې مرجع په لومړي ګام کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ولایتي دفترونه دي، که چېرې د شکایتونو او اعتراضونو اړوند پرېکړې یې د منلو وړ ونه ګرځي نو شکایتونو او اعتراضونو ته یې د رسېدنې حق په مرکز کې محفوظ دی او کولای شي خپله سیده د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مرکزي دفتر کې خپل اعتراض ثبت کړي. د دې تر څنګ د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په لاندې حالتونو کې په رسمي توګه پېښو ته رسېدنه کوي: • که چېرې یوه پېښه له حده زیاته جنجالي وي او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د ولایتي دفترونو له توان څخه بهر وي. • په هغو حالتونو کې چې ولایتي کمیسیونونه په همغه وخت کې فعال نه وي.

نور جزئیات

6/27/2018

نېټه

12

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA