د 2018 کال مخکښ ځوان
فیفا د کال مخکښ ځوان معرفي وکړ. د دغه پروګرام موخه د بریالیو ځوانانو پېژندنه او ټاکنیزو، سیاسي او نورو ټولنیزو مهمو دندو ته د دوی لار موندل دي، ترڅو هغو ځوانانو ته چارښود (الګو) وي چې سیاسي او ټولنیز ګډون ته لېواله دي. په دغه پروګرام کې ۳۶۰ غوښتونکو ګډون کړی وو چې له هغو څخه ۳۶ کسان یې د ځوانانو د مرستیال، د نی د دفتر مشر، د کابل پوهنتون استادانو او ځوانانو په شتون کې وټاکل شول او په پای کې ۱۲ کسان د کال د مخکښو ځوانانو په توګه معرفي شول چې دا دي: 1- احمد هېواد رهیاب له کندز ولایت څخه او له هندوستان څخه د "۲۰۱۷ کال د ځوانانو د نړۍ تر ټولو غوره رهبر" لقب ترلاسته کړی، د روسیې "۲۰۱۸ د ځوانانو د حکومت تر ټولو غوره طراح" لقب ترلاسه کړی، د ځوانانو د نړیوالې ډلې غړیتوب (Future Team)، د هندوستان هېواد د ۲۰۱۷ کال د سولې لپاره د ځوانانو کنفرانس غړیتوب، په مسکو ښار کې د نړۍ د ځوانانو نړیوالې غونډې غړیتوب او له نیپال هېواد څخه پژۍ. 2- باختر احسان د ننګرهار ولایت څخه دی او په ټولنیزه او علمي برخه کې لاسته راوړنې د نجم په نوم د ځوانانو بنسټ له موسسینو، د ګهیځ لیکوالانو ټولنې فعال غړی، د یوې تخنیکي علمي مقالې لیکوال چې په یو نړیوال ژورنال کې خپره شوې او سعودي عربستان، بحرین، متحده اماراتو، ايران، هند، پاکستان هېوادونو ته علمي سفرونه. 3- بسم الله پښتون مل ۲۰۱۶ کال کې د برتانیې د سفارت د مقاله لیکلو په سیالۍ کې لومړی مقام ګټل، د کورنیو چارو وزارت او مشرانو جرګې څخه د مخکښ خبریال د لقب او ستاینلیک اخیستل، له انګلیسي ژبې پښتو ته د درېیو کتابونو ژباړل او چاپ، د هندوستان، سریلانکا، پاکستان او قرغزستان هیوادونو ته عملي سفرونه او د افغان ځوانانو استازیتوب. 4- حوریه سردارزاده د ښځو د حقونو فعاله او په ۲۰۱۸ کال کې د ملګرو ملتونو N-Peace Award د جایزې نومانده او په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا اریزونا پوهنتون د مک کین انستیتیوت د راتلونکي نسل د رهبرانو د پروګرام ته نومانده. 5- زیرک فهیم د کونړ ولایت دی او په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا غږ ټلویزيون له خوا د کال د نوښتګر خبریال جایزه وګټله او په ۲۰۱۶ کې د ولسمشرغني لخوا د وزیر محمداکبرخان عالي دولتي مډال او سلګونه نور ستاینلیکونه او جایزې ګټلي دي.
فیفا
فیفا د کال مخکښ ځوانان معرفي وکړ
فیفا د کال مخکښ ځوان معرفي کړ. د دغه پروګرام موخه د بریالیو ځوانانو پېژندنه او ټاکنیزو، سیاسي او نورو ټولنیزو مهمو دندو ته د دوی لار موندل دي، ترڅو هغو ځوانانو ته چارښود (الګو) وي چې سیاسي او ټولنیز ګډون ته لېواله دي. له ۳۶۰ کسانو څخه یې له معیارونو سره سم ۳۴ کسان مخامخ مرکې ته په ګوته کړل او وروسته ۱۲ کسان د کال د مخکښ ځوانانو په توګه وپېژندل شول چي دا دي: احمد هېواد رهیاب، باختر احسان، بسم الله پښتونمل، حوریه سردارزاده، زیرک فهیم، شبو اخندزاده، صبغت الله سیاس، طیب همدرد، عاطفه طیب، علي احمد ستاري، محمد واصل وصال او مریم رائد. دا یو نوی ګام دی چې د فیفا په مټ په ۱۳۹۴ کال کې پورته شو، چې دا به په راتلونکي کې هم دوام ومومي او کوښښ کېږي ترڅو ټول مخکښ ځوانان په ګوته شي او د هغو د ژوند له زده کړو، ننګونو او فرصتونو څخه ګټه واخیستل شي.
6- شبو اخندازده له ننګرهار ولایت څخه، د ټولنیزو فعالیتونو د تجربو د شریکولو لپاره ولایتي سفرونه، په ننګرهار ولایت کې د افغان ښځینه ژورنالیستانو د انجیو مشره، د ننګرهار ولایت د خپلواکو ښځو د شبکې مشره. 7- صبغت الله حفیظ سیاس، د ۱۳۸۶ کال د بلخ د پوهنې عمومي اول نمره، له مشرانو جرګې، د سمنګان ولایت مقام او نورو بنسټونو څخه د افتخاري ستاینلیک درلودل، د بشري حقونو د مدافعینو د شبکې غړی، د یوناما د سولې د کمېټې غړی او په ۱۳۹۵ کلونو کې د ایبک د ښاروالۍ د شورا غړی او منشي. 8- محمد طیب همدرد له لغمان ولایت دی، د نشه یي توکو د روږدو د درملنې ټرېنر او سلاکار، په کلي کې د ملي پیوستون د پروګرام منشي، د ټاکنو د ختیځ زون عملیاتي مسوول، د انګریزي ژبې ښوونکی او هندوستان او دبۍ هېوادونو ته علمي سفرونه. 9- عاطفه طیب فرزند له هرات ولایت څخه ده، د استقلال پوهنتون استاده او د محصلانو د چارو مرستیاله، د استقلال پوهنتون مدیریت او رهبري، د استقلال د مخکښانو خصوصي ښوونځي تاسیس، له ښځو سره د تاوتریخوالي په هکله د "سنګ و سار" کتاب تالیف. 10- علي احمد ستاري له هرات ولایت څخه دی او په انیس، آرمان او نګین ورځپاڼو کې یې چاپ شوې مقالې، د ۲۰ علمي-تحلیلي مقالو لیکل، د هېواد په پوهنتونونو او نورو معتبرو روزنیزو مرکزونو کې تدریس، له معتبرو بنسټونو څخه د کاري او تحصیلي څه دپاسه ۵۰ ستاینلیکونو لاسته راوړل. 11- محمد واصل وصال له ننګرهار ولایت دی، لیکوال، شاعر، د افغانستان د سپورټي خبریالانو د سازمان بنسټ اېښودونکی. 12- مریم راید د بشري حقونو فعاله، خبریاله، د ۲۰۱۶ کال د محصلینو په مناظرو کې د کال غوره ویناواله، د کابل پوهنتون د ۲۰۱۷ کال غوره محصله، د اروپا د اتحادیې د اراسموس پلس د پروګرام زده کوونکې، د ځوان رهبرانو د ټولنې غړې.
12/15/2018
100
1 ورځ
کابل
پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 82-0060-0772
د اړیکې شمېره: 52-3636-0782
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA