د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د 2015 کال مخکښ ځوان

د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې چې د فیفا په تخنیکي او تسهیلاتي همکارۍ رامنځته شوې، د ځوانې څېرې کتاب او د ځوانو څېرو معرفي کولو لپاره له ځوانانو ګڼ شمېر غونډې جوړې کړې او په دغو غونډو کې یې له بېلابېلو کټګوریو (د پارلمان ځوان وکیلان، د ولایتي شوراګانو ځوان غړي، دولت، رسنیو او د مدني ټولنې غړي) څخه ۲۰ کسیزه لېسټ جوړ کړ. په پام کې نیول شوي معیارونه عمر چې د ځوانانو د ملي پالیسۍ پر بنسټ ځوان هغه چا ته ویل کېږي چې د ۱۸ څخه تر ۳۷ کلونو تر منځ عمر ولري، زده کړې، کاري تجربه او په ټولنیزه برخه کې یې نفوذ دی، چې د لېسټ او پوښتنپاڼې له جوړولو څخه وروسته چې دوه برخې (بیوګرافي او مرکه) یې درلودې، ترتیب شو. وتوانېدو چې له ۲۰ ځوانانو څخه یوازې له ۱۱ ځوانانو سره مرکه وکړو. د مرکې له پای ته رسېدو وروسته راټول شوي مواد تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شول او په یوه مشخص فورمټ کې ځای پر ځای شول. د مرکې د اخیستو څرنګوالي په هکله باید ووایو کوم ځوانان چې د هېواد په مرکز کې وو، په جلا کتنو کې له هغو سره مرکه وشوه او کوم ځوانان چې په ولایتونو کې وو، له هغو سره د ټلیفون او برېښنالیک له لارې مرکه وشوه. په دغه کتاب کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې دوه ځوانان معرفي شوي دي. کوم معیارونه چې په دغه معرفي کې په پام کې نیول شوي وو عمر، زده کړه او په چارو کې کاري ژمنتیا ده. د یادونې وړ ده چې د ځوانو څېرو معرفي کول، یو نوی ګام دی او دا به په راتلونکي کې دوام ومومي او کوښښ کېږي ترڅو ټولې ځوانې څېرې معرفي شي او د هغو د ژوند له زده کړو، ننګونو او فرصتونو څخه ګټه واخیستل شي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

3/10/2015

نېټه

20

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA