د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ولسي جرګې د عدليي او قضایي چارو کمېسیون

د فیفا موسېسې د اجرائیوي مشر ښاغلي محمد یوسف رشید په مشرۍ له دغه بنسټ څخه یو پلاوی د روان کال د غویي په ۱۴مه نېټه د عدلي او قضایي چارو کمیسیون له مشر ښاغلي سید محمد حسن شریفي بلخابي او په کمیسیون له نورو وکیلانو سره وکتل. لومړی د فیفا اجرائیوي مشر له یاد کمیسیون څخه مننه وکړه چې دې غونډې ته یې لار هواره کړې او د ټاکنیزو کمیسیونونو د جوړښت، دندو او صلاحیتونو په تقنیني فرمان کې د شته نیمګړتیا او تشو یادونه وکړه. فیفا په دغه برخه کې خپله وړاندیزې طرحه چې د ۱۲ تعدیلي موارد لري، د شته تشو ډکولو لپاره د عدلي او قضایي چارو کمیسیون په رسمي توګه وړاندې کړه. ښاغلي رشید له یاد کمیسیون څخه وغوښتل چې د یاد فرمان د تعدیل په صورت کې ذکر شوي موارد په پام کې ونیسي او د ټاکنو بهیر د لا زیاتې سلامتیا ساتلو لپاره لازم تعدیلات راوړي. دغه وړاندیزونه په داسې حال کې وشول چې د ولسي جرګې عدلي او قضایي کمیسیون عملا د یاد فرمان پر تعدیل باندې کار کاوه. د ولسي جرګې د عدلي او قضایي چارو کمیسیون مشر او حاضر وکیلانو په دې برخه کې د فیفا هڅې د ستاینې وړ وبللې او یاد موارد یې هم د ټاکنو د بهیر د سلامتیا ساتلو په برخه کې مهم وګڼل. دوی ژمنه وکړه چې د فیفا لخوا د یادو مواردو په پام کې نیولو سره به د یاد فرمان په بډاینه کې ګام پورته کړي.

نور جزئیات

5/3/2016

نېټه

30

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA