د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتنې ډلې د جولای میاشتې د غونډې رپوټ
د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې غړې فرشتې د ځوانانو د ملي پالیسۍ د نقد په اړه یادونه وکړه. د ځوانانو د ملي پالیسۍ متن جالب دی، خو له واقعیت څخه لیرې ډېر ارماني دی. دلیل یې هم دا دی چې هغې کاري ډلې چې پر دې پالیسۍ یې کار کړي، په پټو سترګو عمل کړی او د افغانستان د واقعیتونو له مخې نه، بلکې د بهرنیو هېوادونو تجربو ته په کتو سره جوړه شوې ده. لومړی د مخکنۍ غونډې رپوټ وړاندې شو او د غونډې اجندا معرفي شوه. د غونډې لومړی پرېزنټېشن چې د ځوانانو د ملي پالیسۍ نقد یې درلود، د فرشتې پر مټ چې د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې فعاله غړې ده، وړاندې شو. لاندې برخې د ځوانانو د ملي پالیسۍ د نقد په توګه وړاندې کېږي. • د ځوانانو ملي پالیسۍ د اسلامي ارزښتونو څخه یادونه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سېکانو، هندوانو او عیسویانو لږکي هم ژوند کوي چې په حقیقت کې یوازې د اسلامي ارزښتونو یادونه د افغانستان مېشتو لږکیو د حقونو له پامه غورځول دي. • د پالیسۍ په موادو کې له دولتي بنسټونو څخه یادونه شو، دا په داسې حال کې ده چې د خپلواکو بنسټونو یادونه نده شوې. • په دې پالیسۍ کې د ولسمشر د دویم مرستیال په مشري د کمیسیون رامنځته کول چې د دې پالیسۍ له پلي کېدو څخه څارنه وکړي، وړاندوینه شوې، خو د ولسمشر د دویم مرستیال د کاري بوختیا له کبله نشي کولای په دغه کمیسیون کې ګډون وکړي. • پالیسۍ کې د ځوانانو لپاره د شغل برابرولو یادونه شوې، خو له بده مرغه چې د ګمارنې په بهیر د روڼتیا اصل یې کې تعریف کړی نه دی. • پالیسۍ کې د فصلي شغل څخه یادونه کړې، خو هغه یې تعریف کړی نه دی. چې دغه شغلونه به د چا لپاره، چېرته او په کومو برخو کې وي. • یوازې د ځوانانو په چارو کې د سلا ورکولو لپاره د ځوانانو د وړتیا محدودول چې دا خپله په نورو چارو کې د ځوانانو د سلا مخنیوی کوي. • د پالیسۍ له مخې د ارزونې غونډې په هرو درې میاشتو کې وړاندوینه شوې ده.
فیفا
• د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې غړي
په دغه غونډه کې، د ځوانانو د ملي پالیسۍ د نقد په اړه خبرې وشول.
• د افغانستان د ټولو اتباعو د حقونو ټینګولو لپاره په افغانستان کې د مېشتو کسانو د ټولو مذهبونو دیني ارزښتونو په پام کې نیول. • د خصوصي بنستونو (مدنی ټولنې) او خپلواک بنسټونو په پام کې نیول. • د دې پالیسۍ له پلي کېدو څخه د څارنې د کمیسیون رامنځته کول چې د دویم مرستیال، د پوهنې، لوړو زده کړو، د کار او ټولنیزو چارو، د اطلاعاتو او کلتور، روغتیا، کډوالو، ښځو، دفاع وزارتونو او نړیوال بنسټونو د استازو تر نظر لاندې وي. • د ځوانانو لپاره د کار رامنځته کولو کې د روڼتیا اصل تعریف او عملي بېلګه او میکانیزم یې په ګوته شي. • فصلي کارونه تعریف او له عملي بېلګې سره واضح کړای شي، چې کومې برخې لري او کوم ځوانان (لوستي یا نالوستي) پکې راځي. • د ځوانانو د چارو معینیت پر ځای د ځوانانو د چارو وزارت رامنځته کول، چې د دغو ریاستونو له لارې ځوانان وزارت ته لازمې سلاوې وړاندې کړي. • د هېواد د ۳۴ ولایتونو په کچه د ځوانانو د چارو د ریاستونو رامنځته کول. • د ځوانانو اړوند د هېواد په بنسټیزو چارو کې د سلا ورکولو لپاره د ځوانانو له استعداد څخه ګټه اخیستل. • یوازې د ځوانانو په چارو کې، د هېواد په سیاسي چارو کې د ځواناو له وړتیا څخه استفاده کول او د دوی مشوره اوریدل. • د ځوانانو د ملي پالیسۍ له پلي کېدو څخه د ارزونې غونډې باید د یوه منظمې ډلې پر مټ ترسره شي، چې په ټولو برخو ارزونه او څارنه وکړي او خپل رپوټونه په وخت سره ولس ته وړاندې کړي.
فیفا او د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې ډ ۱۳۹۴ کابل د زمري په لومړۍ نېټه کې د ځوانانو د ملي پالیسي د نقد په اړه غونډه جوړه کړه. په دغه غونډه کې د ځوانانو د ملي پالیسي اسلامي ارزښتونو په اړه خبرې وشول او وغوښتل شو چې د ځوانانو په چارو کې دې له دوی سره مشوره او کاري زمینه دې ورته براره شي. د غونډه په پای کې د ګډون کوونکو له خوا دا پرېکړه وشوه چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ځوانانو د چارو ریاست او ځوانانو د چارو معینیت پر ځای د ځوانانو د چارو وزارت رامنځته شي ترڅو د ده له لارې منظمې غونډې جوړه شي او ځوانان وکولای شي خپل سلاوې وړاندې کړي.
• د ځوانانو د چارو پرمخ بېولو لپاره د یوه معینیت نه بسنه. • په دولتي او کلیدي بستونو کې د ځوانانو د شتون او فیصدۍ نشتوالی. • د ځوانانو لپاره د وړتیا لوړولو او محوري کار د سیستم نشتوالی. • د ځوانانو او کورنیو د حقونو په هکله د پوهاوي ورکولو لپاره د پلان نشتوالی. په پالیسۍ کې د شته نیمګړتیاو د له منځه وړلو لپاره وړاندیزي لارې چارې • د افغانستان د ټولو اتباعو د حقونو ټینګولو لپاره په افغانستان کې د مېشتو کسانو د ټولو مذهبونو دیني ارزښتونو په پام کې نیول. • د خصوصي بنستونو (مدنی ټولنې) او خپلواک بنسټونو په پام کې نیول. • د دې پالیسۍ له پلي کېدو څخه د څارنې د کمیسیون رامنځته کول چې د دویم مرستیال، د پوهنې، لوړو زده کړو، د کار او ټولنیزو چارو، د اطلاعاتو او کلتور، روغتیا، کډوالو، ښځو، دفاع وزارتونو او نړیوال بنسټونو د استازو تر نظر لاندې وي. • د ځوانانو لپاره د کار رامنځته کولو کې د روڼتیا اصل تعریف او عملي بېلګه او میکانیزم یې په ګوته شي. • فصلي کارونه تعریف او له عملي بېلګې سره واضح کړای شي، چې کومې برخې لري او کوم ځوانان (لوستي یا نالوستي) پکې راځي. • د ځوانانو د چارو معینیت پر ځای د ځوانانو د چارو وزارت رامنځته کول، چې د دغو ریاستونو له لارې ځوانان وزارت ته لازمې سلاوې وړاندې کړي. • د هېواد د ۳۴ ولایتونو په کچه د ځوانانو د چارو د ریاستونو رامنځته کول. • د ځوانانو اړوند د هېواد په بنسټیزو چارو کې د سلا ورکولو لپاره د ځوانانو له استعداد څخه ګټه اخیستل. • یوازې د ځوانانو په چارو کې، د هېواد په سیاسي چارو کې د ځواناو له وړتیا څخه استفاده کول او د دوی مشوره اوریدل. • د ځوانانو د ملي پالیسۍ له پلي کېدو څخه د ارزونې غونډې باید د یوه منظمې ډلې پر مټ ترسره شي، چې په ټولو برخو ارزونه او څارنه وکړي او خپل رپوټونه په وخت سره ولس ته وړاندې کړي. د غونډې په دوام کې د فوکس ګروپونو او مشورتي غونډو جوړولو موضوع د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې له غړو سره شریک کړای شوه. چې له نېکه مرغه د ډلې ټولو غړو په ولایتونو کې د دغه پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې ژمنه وکړه. پایله: د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډله به په مطبوعاتي غونډه کې د شون اعلان وکړي. خپلې موخې، لیدلوري او لاسته راوړنې به شریکې کړي او تر څنګ یې د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې په راتلونکو غونډو کې به له پارلمان څخه ځوان استازي له ځان سره ولري ترڅو خپلې تجربې له ځوانانو سره شریکې کړي.
7/23/2015
20
۱ ورځ
کابل
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA