د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د جون میاشتې د غونډې رپوټ
د ځوانانو د سیاسي حقونو د غوښتونکې ډلې د مخکنیو غونډو په لړ کې د دې ډلې د مۍ میاشتې غونډه د ۲۰۱۵/۱/۷ نېټه د دې ډلې د غړو په ګډون د فیفا په مرکزي دفتر کې جوړه شوه. غونډه لومړی د اجندا په معرفي کولو چې د مخکنۍ غونډې د رپوت وړاندې کول، او د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د غړو د کاري ګروپونو لخوا جوړو شویو پرېزنتېشنونو وړاندې کول و، پیل شوه. موخه: د عدالت غوښتنې د ډلې د دې غونډې بنسټیزه موخه د ځوانانو د ملي پالیسۍ له موادو څخه د یوې طرحې جوړولو، د موادو نقد کولو او اصلاحاتو راوستلو لپاره د وړاندیزونو په توګه د هواري لارو چارو په پام کې نیولو لپاره له ګروپي کار څخه د پرېزنټېشن وړاندې کول و. د غونډې بهیر د ځوانانو د سیاسي حقونو د غوښتونکې ډلې هغه شمېر غړو چې د ځوانانو ملي پالیسۍ څخه د موادو څخه د یوه پرېزنتېشن جوړولو لپاره په یوه کاري ډله کې شامل شوي و ترڅو دا پالیسي ولولي او مادې یې نقد کړي او تر څنګ یې د وړاندیزونو په توګه د هواري لارې چارې هم وړاندې کړي. په دې غونډه کې دوه ډلو خپل پرېزنټېشنونه وړاندې کړل. د ځوانانو د ملي پالیسۍ پر موادو نیوکې په لاندې ډول دي: • د پالیسۍ له دغو موادو سره د پالیسۍ د تعریف نه سمون • د یوه منظم عملي چوکاټ نشتوالی • د افغانستان ميشتو لږکیو کې د ځوانانو د حقونو نه په پام کې نیول • د دې پالیسۍ د ارزونې یوه منظم سیستم نشتوالی • د دې پالیسۍ د پلي کولو لپاره د دولتي کمیسیون نشتوالی • د سولې په بهیر کې ځوانانو ته د ونډې ورکولو د موضوع ګونګتیا • د رپوټ ورکونې یوه سیستم نشتوالی • د قانون له موادو سره د پالیسۍ نه سمون • له بده مرغه په دې پالیسۍ کې د ځوانانو وضعیت نه دی پلټل شوی ترڅو د هغو د اړتیاوو سره سم پالیسي طرحه شي. او په پای کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکې غونډه کې د دغو نیوکو او وړاندیزونو له موادو څخه یوه طرحه جوړه او په غونډه کې له غړو سره شریکه کړای شي.
FEFA
• د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې غړي
د دغه غونډه موخه، د ځوانانو د ملي پالیسي له موادو څخه د یوې طرحې جوړول او پر هغو موادو نقد کول او د اصلاحاتو راوړل وو
فیفا د ځوانانو د سیاسي حقونو د غوښتونکې ډلې سره یو ځای په ۲۰۱۵/۱/۷ کې د ځوانانو د ملي پالیسي د نقد کولو او د اصلاحاتو راوړلو لپاره غونډه جوړه کړه. د دغې غونډې په بهیر کې، د ځوانانو د ملي پالیسي پر موادو باندې نیوکې وشوې چې د قانون له موادو سره سمون نه لري. سربېره پر دې، به دې پالیسي کې د ځوانانو وضعیت نه دي پلټل شوی او هم د دې پالیسي د ارزونې لپاره یوه منظم سیستم موجود نشته. د غونډه په پای کې دا پریکړه وشوه چې په راتلونکې غونډه کې د دغو نیوکو او وړاندیزونو له موادو څخه یوه طرحه جوده او په غونډه کې له غړو سره شریکه کړای شي.
6/1/2015
15
1 ورځ
کابل
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA