د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د امنیتي مواردو په اړه کورنیو چارو وزارت ته د فیفا لنډ وړاندیزونه

فیفا په هېواد کې د ټاکنو د لومړني او تر ټولو لوی څارونکي بنسټ په توګه د ټاکنو د پروسې د سمون او معیاري ټاکنو لپاره تل خپلې رغنده طرحې له ټاکنیزو کمیسیونونو، حکومت، نړیوالې ټولنې، سیاسي ګوندونو او د ټاکنو په پروسه کې له نورو ښکېلو اړخونو سره شریکې کړي دي. په همدې لړ کې فیفا د تېرو ټاکنو د تجربو او د تلې پر ۶مه د کېدونکو ولسمشریزو ټاکنو د پروسې له لومړني پړاو څخه د ناسم امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره د دغې ملي پروسې په لاندې پړاونو کې د جدي امنیتي ننګونو په اړه اندېښمن دی: د ټاکنیزو کمپاینونو امنیت ۱- د ټاکنیزو کمپاینونو په بهیر کې له ټولو ټاکنیزو ټکټونو او ښکېلو خواو سره عادلانه او مساوي چلند ۲- د ټولو ټاکنیزو ټکټونو لپاره د برابر او مساوي امنیتي اسانتیاو برابرول ۳- د ټولو امنیتي سکټورونو تر منځ د همغږۍ کمېټې جوړول او د اندېښنو د له منځه وړلو او پلټنو لپاره د ټاکنیزو ډلو د استازو رابلل او هغو مواردو ته رسېدنه چې بېلابېل امنیتي چلندونه پکې لیدل شوي، د ټاکنو د امنیتي مسایلو په هکله د هغو راپورونو او اسنادو ته رسېدنه او پلټنه چې د ټاکنیزو ډلو له لوري ورسره شریکېږي. ۴- خلکو او مشاهدو/څارونکو او ټاکنیزو ټکټونو ته د امنیتي سکټور له لوري د ټاکنو د امنیتي ګامونو په هکله په خپل وخت د اطلاعاتو وړاندې کول ۵- له ټاکنیزو پېښو سره د پولیسانو د ناعادلانه او ناقانونه چلند په اړه د تورونو بېړنۍ پلټنه ۶- د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو لپاره د چلند د اصولو چمتو کول او د پولیسانو او امنیتي او ځواکونو په لیکو کې د ټاکنیز پوهاوي د پروګرامونو جوړول ۷- ټولو پولیسانو لیکو او منسوبینو ته د بېړني پوهاوي ورکول چې په کابل او ولایتونو کې د نوماندانو او اړوند ډلو په کمپایني پروګرامونو کې ګډون ونه کړي. له سرغړوونکو سره د چلند او عدالت د ټینګښت په موخه د انضباتي مواردو په ګوته کول ۸- د امنیتي او پوځي تاسیساتو پر دېوالونو او د دوی په تېره بیا د پولیسو اړوند موټرونو باندې د کمپایني خبرتیاو او پوسټرونو د نښلولو مخنیوی ۹- په خواله رسنیو او فېسبوک کې د پولیسانو په مټ د کمپایني مواردو د خپرولو مخنیوی

نور جزئیات


8/1/2019

نېټه

فیفا

خپروونکی

وړاندیزونه

ډول

انتخابات

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA