د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د فیفا مشرتابه پلاوي د ولسي جرګې له مشر سره ولیدل

د فیفا مشرتابه پلاوي د ولسي جرګې له مشر ښاغلي میر رحمان رحماني سره د هغه په کاري دفتر کې ولیدل. په دغه لیدنه کې د فیفا او پارلمان تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا بحث وشو. د فیفا اجرائیوي مشر محمد یوسف رشید په دغه لیدنه کې د ولسي جرګې د مشر په توګه د هغه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د پارلمان د دریځ د پیاوړتیا او په دغه بنسټ کې د اصلاحاتو د پروسې پیاوړتیا لپاره یې د هغه هڅې او پروګرامونه وستایل. ښاغلي رشید وویل:" فیفا د یوه ملي مدني بنسټ په توګه د پارلمان ملاتړ او همکار دی او په دې برخه کې د چارو د سمون لپاره به هېڅ ډول مرسته ونه سپموي." نوموړي د پارلمان پر کړنو د مشاهدې په برخه کې له ملي شورا سره د فیفا د همکارۍ مخینې ته په اشارې سره وویل:" فیفا غواړي د اوولسم دور پارلمان سره هم خپل مشاهداتي او مشورتي فعالیتونه وغځوي او د اصلاحاتو د پروسې د پیاوړتیا په برخه کې له پارلمان سره همکاري پاتې شي." همدا راز د ولسي جرګې مشر ښاغلي میر رحمان رحماني له پارلمان سره د فیفا همکارۍ وستایلې او هغه یې د جرګې د کاري روڼتیا او د ځواب ویلو د کچې د پیاوړتیا لپاره ډېرې اغېزناکې وګڼلې. ښاغلي رحماني د اوولسم دور له پارلمان سره د مدني ټولنې د بنسټونو پر نږدې همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل:" د ولسي جرګې دروازه د مدني ټولنې بنسټونو پر مخ پرانیستې ده او موږ نه یوازې د دوی د فعالیتونو هرکلی کوو، بلکې له ملي شورا سره د دوی همکاري یوه اړتیا ګڼو." نوموړي د پارلمان په غونډو کې د مدني ټولنې پر مشاهدې د هر ډول محدودیت وضع کول رد کړل او ویې ویل:"د ولس کور په خلکو پورې تړاو لري او د دغه بنسټ له کړنو څخه مشاهده د کاري روڼتیا او د ځواب ویلو د کلتور په بنسټیز کېدو کې مرسته کوي. ښاغلي رحماني له فیفا څخه وغوښتل چې په پارلمان کې د اصلاحاتو د پروګرام په پیاوړتیا کې له دغه بنسټ سره همکار پاتې شي. دواړو خواو د ملي شورا او مدني ټولنې تر منځ د همکارۍ او اړیکو پر ودې او پیاوړتیا ټینګار وکړ.

نور جزئیات


8/4/2019

نېټه

7

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA