د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د اپرېل میاشتې د غونډې رپوټ
د ځوانانو د سیاسي حقونو د غوښتونکې ډلې د میاشتنیو غونډو په دوام کې دا ځل د اپرېل د میاشتې غونډه د ۲۰۱۶/۴/۱۱ نېټه باندې د فیفا په مرکزي دفتر کې جوړه شوه. د غونډې موخه د فصلنامې په هکله د ډلې د غړو پر فعالیتونو بحث او د فوکس ګروپ د پوښتنو نهایي کول و. غونډه د ګډون کوونکو په معرفي کولو سره پیل شوه او په دوام کې د غونډې پرمخ بېوونکي د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې په هکله لنډ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: تېر کال کې موږ د یوه پروګرام له لارې د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو ننګونې وپلټلې او ومونده چې له بده مرغه په ټاکنو کې د ځوانانو ګډون کوونکو شمېر لږ وو او یوشمېرو چې ګډون هم درلود د خپلې رایې له مفهوم او ارزښت څخه پوهاوی نه لري. موږ ومونده چې ځوانان په ټاکنو کې د ګډون لپاره لېوالتیا نه لري، نو ځکه موږ په ښوونځیو کې د ځوانانو لپاره د پوهاي ورکولو پروګرام پیل کړ چې له نېکه مرغه دغه پروګرام زموږ د یوشمېر همکارانو په همکارۍ د هېواد په اتو زونونو کې پلی شو. موږ په دغه پروګرم کې په هر ولایت کې دوه ښوونځي (د هلکانو یو ښوونځی او نجونو یو ښوونځی) تر پوښښ لاندې ونیول. د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې غړو د پوهاوي ورکولو د پروګرام دویمه برخه د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې پلې کړه، چې له نېکه مرغه موږ وتوانېدو ۱۰۰۰ ځوانان خبر کړو. هغه زیاته کړه چې د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې راتلونکی پروګرام د فعال ځوانانو هڅونه وه، چې موږ وتوانېدو له ۲۰ ځوانانو څخه له ۱۱ بریالیو ځوانانو سره مرکه وکړو، ترڅو د دغو ځوانانو ننګونې او فرصتونه له نورو ځوانانو سره شریک کړو، د ځوانانو فرصتونه او لاسته راوړنې په کتاب کې معرفي شوې، دغه کتاب په یوه کنفرانس کې وړاندې شو. د غونډې پرمخ بېوونکي زیاته کړه چې زموږ سږني پلانونه به د دوه طرحو په هکله وي او له بلې خوا د ډلې غړي پر خپلو مقالو باندې کار کوي ترڅو په فصلنامو کې چاپ شي، همدارنګه په پام کې لرو د ځوانان او ټاکنې رپوټ د وړاندیزونو لپاره چې په اتو زونونو کې پلي شوي وو، د عدالت غوښتنې غونډې جوړې کړو. همدارنګه هغه وویل چې د کال په بهیر کې به د ډلې غړي د ټاکنیزې پالیسۍ باندې کار وکړي. د اجندا له مخې بل بحث د فصلنامې په هکله د ډلې د غړو د کار پرمختګ پر سر و، چې دغو ځوانانو ژمنه وکړه چې تر راتلونکې اونۍ پورې خپله بیوګرافي په درې ژبو، د خپل یوه عکس سافټ او خپلې مقالې راواستوي. د غونډې په دوام کې د فوکس ګروپ د پوښتنو پر سر چې ګډون کوونکو جوړې کړې وې بحث وشو او په پای کې پر څو مشخصو پوښتنو باندې د نظر توافق وشو.
فیفا
4/21/2016
15
1 ورځ
کابل
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA