د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د اپرېل میاشتې غونډې رپوټ

د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې میاشتنیو غونډو په دوام کې دا ځل د ۲۰۱۵/۴/۲ نېټه د دې ډلې عمومي غونډه د فیفا په مرکزي دفتر کې جوړه شوه. په دې غونډه کې پر لاندې موضوعاتو بحث وشو. • د ځوانانو د سیاسي حقونو د غوښتونکې ډلې د غړو پر مټ د ژمنلیک لاسلیکول • د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د عامه پوهاوي د پروګرام د پلي کېدو له څرنګوالي څخه د رپوټ وړاندې کول • د فوکس ګروپونو او مشورتي غونډو د پروګرامونو د پلي کېدو لپاره ولایتونو ته د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د غړو سفر د احتمال په هکله بحث کول • د ځوانانو ملي پالیسي د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د غړو پر مټ د ژمنلیک لاسلیکول د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې میاشتنۍ غونډه د ډلې غړو ته د ژمنلیکونو په وېشلو سره چې د فیفا د ځوانانو او ښځو د څانګې بر مټ تیار شوي وو، پیل شوه. ګډون کوونکو یاد ژمنلیکونو له لوستلو څخه وروسته لاسلیک کړل او له ډلې سره یې د خپلې رضاکارانه همکارۍ ژمنه څرګنده کړه. د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د عامه پوهاوي د پروګرام د پلي کېدو له څرنګوالي څخه د رپوټ وړاندې کول په ۲۰۱۵/۳/۲۰ نېټه د ځوانانو د عامه پوهاوي پروګرام د دې ډلې د غړو پر مټ د پروګرام د وړاندې کوونکو او څارونکو په توګه د کابل ښار په لسمه ناحیه کې پلې شوه. په دې غونډه کې د ډلو هغو غړو چې پروګرام یې پلی کړی و، د پلي کېدو څرنګوالي، لاسته راوړنو او ننګونو څخه رپوټ نورو ته وړاندې کړ چې لاندې موضوعات پکې وو. مثبت ټکي: • د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې د ډلې د غړي پر مټ د پروګرام ښه پیل. • د ټاکنو په هکله په کافي اندازه پوهاوی ورکول. • د ټاکنو په تخنیکي ټکو پوهېدل ځکه چې زیاتره ګډون کوونکي ځوانان د نوماندانو څارونکي وو.

نور جزئیات


4/2/2015

نېټه

20

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA