د پارلمان د غړو او مدني ټولنې همغږي ټاکنیز کمپاین او د پارلمان پر کړنو یې اغېزه
د پارلمان او مدني ټولنې د همغږۍ د غونډو په دوام کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې روان کال د غویي په ۲۴مه د "ټاکنیز کمپاین او د پارلمان پر کړنو یې اغېزه" په موضوع باندې یوه بله غونډه جوړه کړه. دغه موضوع له دې کبله په ګوته شوې وه چې د ټاکنو د پروګرام له اعلان څخه وروسته د پارلمان ډېری غړي ښایي د ټاکنو اړوند دلایلو له مخې، ولایتي سفرونو ته ولاړل او په پایله کې یې عمومي او د کمیسیونونو غونډې د نصاب نه بشپړېدو له کبله یا نه جوړېږي او یا د طرحو په هکله تصمیم نیول شونی نه دی. تمه کېږي چې د نوم لیکنې او ټاکنیزو مبارزو له پیلېدو سره دغه چاره لا پیاوړې شي. له بلې خوا، د ټاکل کېدو او ټاکنیزو مبارزو حق له هېڅ ښاروند څخه نه شو اخیستلای. په پایله کې ټاکنیزې مبارزې به چې ښایي له تعین شوې مودې څخه زیات وکیلان له جرګې څخه لیرې وساتي، پر ټول پنځلسم اجلاس باندې اغېزه وکړي. له همدې کبله دغه موضوع د وکیلانو، سناتورانو، د ټاکنو د چارو کارپوهانو، حقوق پوهانو او د مدني ټولنې څارونکو غړو په شتون کې وپلټل شوه او د پارلمان پر کړنو باندې د ټاکنیزو مبارزو د منفي اغېزو د راکمولو لپاره شونې لارې چارې په ګوته او وړاندیز شوې. دغه لنډ رپوټ د غویي د ۲۴مې د همغږۍ اړوند دی. د ټاکنو د مهالوېش شننه د غونډې په پیل کې د فیفا موسسې د ټاکنو تخنیکي سلاکار ښاغلي محمد فرید افغانزي د ۱۲۹۷ کال د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د مهالوېش په پلټنې سره د دغه مهالوېش د له پامه غورځېدو مهم موارد په لاندې ډول په ګوته کړل: 1. د قانون د احکامو په خلاف، له خپرېدو څخه وروسته د رایې اچوونکو پر نوملړ باندې د اعتراض د ثبتولو وخت په مهالوېش کې په پام کې نه دی نیول شوی. 2. د نوماندانو د نوم لیکنې دوره د غبرګولي له ۵مې څخه تر ۲۲مې پورې په پام کې نیول شوې، په داسې حال کې چې په ولسوالیو کې د رایې اچوونکو نوم لیکنه یوازې ۱۰ ورځې مخکې تر هغه پیلېږي. په پایله کې، له احتمالي نوماندانو څخه د ملاتړ کوونکو د نوملړ د چمتو کولو موده ناکافي ده. 3. د نوماندانو د لومړني نوملړ پر وړاندې د اعتراض ثبتولو او د تصحېح دوره یوازې دوه ورځې په ګوته شوې ده. په دومره لنډ فرصت کې د اعتراضونو وړاندې کول ناشونی دی. د ټاکنو قانون د ۷۴یمې مادې په دویمه فقره کې د اعتراضونو وړاندې کولو لپاره دوه اونۍ په ګوته شوي دي.
فیفا
• د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې • پارلمان • مدني ټولنې
دا غونډه ټاکنیزو او د هغو تاثیر د پارلمان پر کړنو باندې جوړه شوې وه.
• د جرګې استازو وړاندیز وکړ چې له وخته مخکې کمپاینونو څخه دې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته خبر ورکړل شي. • د دواړو جرګو اداري پلاوی او دارالانشا کولای شي د غړو ټاکنیزې مبارزې او غونډې داسې تنظیم کړي چې د جرګو په غونډو کې تر ټولو لږه بې نظمي رامنځته شي. تر څنګ یې له دغې دورې څخه پرته د وکیلانو د ناسوبتیا مخنیوی وشي. • د ټاکنیزو مبارزو ورځې د جرګې د اوړي له رخصتیو څخه وشمېرل شي او د اوړي د رخصتیو دوره لنډه شي. • په غونډه کې شته وکیلانو غوښتنه وکړه چې د ولایتونو په تفکیک سره دې د وکیلانو سوبتیا او ناسوبتیا وارزول شي او د ناسوب وکیلانو نومونه دې اعلان شي. • یو شمېر ګډون کوونکو له اداري پلاوي او دارالانشا څخه وغوښتل چې د ټاکنیزو مبارزو او د پارلمان د غونډو د همهاله مدیریت لپاره دې یو لارښود چمتو او پلی کړي. • برحال وکیلانو ته د مدني ټولنې د یوه غړي وړاندیز دا وه چې په ټاکنیزو مبارزو کې دې له شتون څخه ډډه وکړي ترڅو د پارلمان کړنې ګډې وډې نه شي.
د پارلمان او مدني ټولنې د همغږۍ د غونډو په دوام کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې روان کال د غویي په ۲۴مه د "ټاکنیز کمپاین او د پارلمان پر کړنو یې اغېزه" په موضوع باندې یوه بله غونډه جوړه کړه. د رایو د توپیر سربېره، د غونډې ټولو غړو د سالمو ټاکنو پر اهمیت او اړتیا او د ټاکنو لپاره د بدیل لارې پر نشتوالي باندې یو نظر درلود. په عین حال کې داسې ښکاري چې هم د مبارزو په رسمي موده کې او هم له هغه مخکې د وکیلانو نشتوالی به دواړې جرګې رخصتۍ ته بوځي او د مقننه قوې پر کړنو به درنه اغېزه وکړي. خو دا چې په ټاکنیزو مبارزو کې د وکیلانو شتون د وګړو قانوني حق دی خو کمیسیون او یا پارلمان د وضعیت د مدیریت لپاره کوم اجرایي میکانیزم نه دی وضع کړی، نو د غونډې غړو اووه ګزینې مطرح کړې. له دغو ګزینو څخه د یوې او یا څو هغو پلي کېدل مخکې له دې چې قانوني تفسیر او یا حقوقي استنباط ته اړتیا ولري، د وکیلانو د ارادې او ژمنې، د ټاکنو د کمیسیون مدیریتي وړتیا او د څارونکو بنسټونو رول پورې اړه لري.
4. د نوماندانو د وروستي نوملړ د اعلان (د زمري ۱۲مه) او د ټاکنیزو مبارزو د پیل (د تلې ۶مه) تر منځ دوه میاشتې وخت دی. تېرو تجربو ښودلې چې د دغو دوو نېټو تر منځ موده کې د وضعیت کنټرول او د له وخته مخکې کمپاینونو مخنیوی ډېر ستونزمن دی. لازمه ده چې د نوماندانو د وروستي نوملړ د اعلان د نېټې په هکله له سره غور وشي او د دوه پېښو تر منځ د وخت واټن نه وي. 5. د رایې اچونې د مرکزونو د نوملړ نهایي کولو لپاره د چنګاښ دویمه په پام کې نیول شوې چې د ټاکنو له ورځې څخه څلور میاشتې مخکې دی. د سیاسي او امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره د تلې لومړۍ ته د دغې نېټې بدلول عملي او منطقي ښکاري. 6. د ټاکنو په قانون کې د رسنیو د کمېټې د جوړېدو موده د نوماندانو له نوم لیکنې څخه لږ تر لږه یوه میاشت مخکې په ګوته شوې ده. خو د ټاکنو په مهالوېش کې د دغې چارې لپاره د غویي شپږمه په پام کې نیول شوې، کوم چې همدا اوس خپله د کمیسیون له لوري له پامه غورځول شوې ده. د پروګرامونو له پامه غورځول د ټاکنو پر وړاندې باور او ډاډ کموي. 7. د رایې اچونې او رایو شمېرنې اړوند شکایتونو د ثبتولو او هغو ته د رسېدنې لپاره یوه میاشت (د تلې له ۲۸مې د لړم تر ۲۹مې) په پام کې نیول شوې، په داسې حال کې چې د ټاکنو د قانون د ۹۱یمې مادې په ۲، ۳، ۴ او ۵ فقرو کې دغه موده ۳۵ ورځې په ګوته شوې ده. 8. د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اړوند شکایتونو د ثبتولو لپاره دوه ورځې او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره درې ورځې په پام کې نیول شوي دي. عیني واقعیتونو او امنیتي وضعیت ته په کتو سره په تېره بیا د ولسوالیو په کچه د دغې مودې په هکله باید له سره غور وشي. واکمن حقوقي قواعد د پروګرام په دویمه برخه کې حقوقي کارپوهانو او د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې استازي پر موضوع باندې واکمن حقوقي قواعد وپلټل. د حقوق پوهانو په باور د ټاکنو عملي پروسې د ټاکنو په قانون او نورو اړوند قوانینو کې ډېری حقوقي ګونګتیاوې را برسېره کړي دي. دغه ګونګتیاوې یوازې د پارلماني ټاکنو اړوند نه دي، د ولایتي شوراګانو او ولسمشریزې ټاکنې هم په ځینو مسایلو کې له حقوقي ګونګتیا یا نه د احکامو نه صراحت سره مخامخ دي. له بده مرغه د اساسي قانون ۸۳یمه ماده چې د پارلماني ټاکنو په هکله ده، په دې اړه کوم حکم نه لري او د ټاکنو د قانون په ګډون نور قوانین هم نه دي توانېدلي چې دغه موضوع روښانه کړي. حقوقي کارپوهانو د څرګند قانوني حکم پر موندلو باندې د غور پر ځای د مسئلې د هواري لپاره د عملي تدابیرو پر لټولو باندې ټینګار وکړ. پایلې د دغې مسئلې د پایلو پلټنه د بحثونو بله برخه شوه. زیاتره ګډون کوونکي باوري و چې دغه مسئله د پارلمان پر کړنو باندې جدي پایلې لري او په پای کې د دولتدارۍ عمومي وضعیت تر اغېزې لاندې راولي. د دغې موضوع څلور احتمالي پایلې داسې وارزول شوې: 1. د دواړو جرګو په غونډو کې د نصاب نشتوالی په سیاستونو او تصمیمونو کې د ځنډ په مانا دی. 2. د پارلمان د فعالیتونو کمزورتیا د حکومت ناقانونه کړنو ته لار هوارولای شي ځکه چې ښایي ډېری تصمیمونه د پارلمان له څارنې پرته طرحه او تر سره شي. 3. د قانوني جواز سربېره، د وکالت د څوکۍ درلودو په وخت کې د ټاکنیزو مبارزو ترسره کول، کولای شي چې د شخصي تبلیغاتو لپاره د عمومي اسانتیاو او صلاحیتونو څخه ګټې اخیستنې ته لار هواره کړي. 4. د غونډو د رخصتۍ یا د نصاب د نشتوالي عمومي انعکاس د پارلمان پر ټولو غړو باندې د بې باورۍ د زیاتوالي لامل شوی دی، داسې چې د جرګې د حاضرو غړو لپاره یې هم اندېښنې رامنځته کړي دي. په غونډه کې حاضرو وکیلانو او سناتورانو د جرګې د ګډوډیو له عمومي کېدو او ټولو غړو ته یې نسبت ورکولو څخه ناخوښي وښوده او له سرغړوونکو وکیلانو سره یې د موردي چلند او سم قضاوت غوښتنه وکړه. د حل لار د غونډې زیاترو غړو باور درلود چې د موضوع د حل لار باید داسې وي چې د کمپاین "حق" او په غونډو کې د شتون "تکلیف" تر منځ جمع شونی کړي. د ځینو ګډون کوونکو په باور دغه موضوع مخکې له دې جې حقوقي اړخ ولري، عملیاتي مسئله ده. نو د جرګې د اداري پلاوي او دارالانشا په همکارۍ د ټاکنو خپلواک کمیسیون عملي ګام کولای شي هم د "ټاکل کېدو" د حق له تر پښو لاندې کېدو څخه مخنیوی وکړي او هم د پارلمان اوسني اجلاس اغېزناکتیا وساتي. لاندې ګزینې د احتمالي حل لارو په توګه مطرح شوي: 1. له وخت مخکي مبارزو څخه ډډه کول: د جرګې غړو د ټاکنیزو موخو لپاره په ولایتونو کې د خپلو همکارانو له وخته مخکې شتون ناقانونه او د اصولو خلاف وګڼل. که چېرې د دواړو جرګو غړي دغه اصل په پام کې ونیسي نو د ننګونې یوه برخه هوارېږي ځکه چې د مبارزو رسمي وخت محدود دی او د جرګې پر کړنو هومره اغېزه نه کوي. د جرګې استازو وړاندیز وکړ چې له وخته مخکې کمپاینونو څخه دې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته خبر ورکړل شي. 2. د مبارزو د ورځو مدیریت: د مسئلې عملي حل د مبارزو د ورځو سم مدیریت ته اړتیا لري. دا چې د مبارزو دوره یوازې ۲۰ ورځې په پام کې نیول شوې، د دواړو جرګو اداري پلاوی او دارالانشا کولای شي د غړو ټاکنیزې مبارزې او غونډې داسې تنظیم کړي چې د جرګو په غونډو کې تر ټولو لږه بې نظمي رامنځته شي. تر څنګ یې له دغې دورې څخه پرته د وکیلانو د ناسوبتیا مخنیوی وشي. په دې ډول په مبارزو کې ګډون او د پارلمان د کار دوام د جمع وړ ښکاري. 3. د اوړي د رخصتیو کسر: د ټاکنیزو مبارزو موده د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خوا اعلان شوې او نه شي کولای د جرګې اوسني غړي د تبلیغاتو له حق څخه چې کمپاین ته اړتیا لري، بې برخې کړي. په عوض کې، د ټاکنیزو مبارزو ورځې د جرګې د اوړي له رخصتیو څخه وشمېرل شي او د اوړي د رخصتیو دوره لنډه شي. 4. له ناسوب غړو سره جدي چلند: یو شمېر ګډون کوونکو د پارلمان له حاضرو غړو، د مدني ټولنې بنسټونو او عمومي افکارو څخه وغوښتل چې په څارنې او د جرګې د ناسوب غړو د نومونو اعلانولو له لارې له سرغړوونکو کسانو سره چلند وکړي. دغه چاره د ناسوبتیا د کچې د راټیټېدو لامل کېږي. په غونډه کې شته وکیلانو غوښتنه وکړه چې د ولایتونو په تفکیک سره دې د وکیلانو سوبتیا او ناسوبتیا وارزول شي او د ناسوب وکیلانو نومونه دې اعلان شي. 5. د جرګې کورني تدابیر: یو شمېر ګډون کوونکو له اداري پلاوي او دارالانشا څخه وغوښتل چې د ټاکنیزو مبارزو او د پارلمان د غونډو د همهاله مدیریت لپاره دې یو لارښود چمتو او پلی کړي. 6. اخلاقي الزام: برحال وکیلانو ته د مدني ټولنې د یوه غړي وړاندیز دا وه چې په ټاکنیزو مبارزو کې دې له شتون څخه ډډه وکړي ترڅو د پارلمان کړنې ګډې وډې نه شي. د هغه په باور ښاروندان د جرګې ټول غړي پېژني او که چېرې په شپاړسمه دوره کې یې سم کار کړی وي نو ښاروندان کولای شي دوی د دویم ځل لپاره هم وټاکي. که څه هم دغه وړاندیز د جرګې د غړو له جدي نقد او مخالفت سره مخامخ شو. پایله رایو د توپیر سربېره، د غونډې ټولو غړو د سالمو ټاکنو پر اهمیت او اړتیا او د ټاکنو لپاره د بدیل لارې پر نشتوالي باندې یو نظر درلود. په عین حال کې داسې ښکاري چې هم د مبارزو په رسمي موده کې او هم له هغه مخکې د وکیلانو نشتوالی به دواړې جرګې رخصتۍ ته بوځي او د مقننه قوې پر کړنو به درنه اغېزه وکړي. خو دا چې په ټاکنیزو مبارزو کې د وکیلانو شتون د وګړو قانوني حق دی خو کمیسیون او یا پارلمان د وضعیت د مدیریت لپاره کوم اجرایي میکانیزم نه دی وضع کړی، نو د غونډې غړو اووه ګزینې مطرح کړې. له دغو ګزینو څخه د یوې او یا څو هغو پلي کېدل مخکې له دې چې قانوني تفسیر او یا حقوقي استنباط ته اړتیا ولري، د وکیلانو د ارادې او ژمنې، د ټاکنو د کمیسیون مدیریتي وړتیا او د څارونکو بنسټونو رول پورې اړه لري.
5/14/2018
40
1 ورځ
کابل
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA