خبرپاڼه
درنو هېوادوالو! په دې وروستیو کې د ځینو ټولنیزو پاڼو له لارې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د نوم او اعتبار څخه په ناوړه ګټه اخیستنې سره د تلې د ۲۸مې د ټاکنو د رایو شمېرنې غیرواقعي شمېرې په مجازي فضا کې خپرېږي او د عامه ذهنیتونو د اندېښنې لامل شوي دي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) د دې تر څنګ چې دغه شمېرې نه تاییدوي، دغه کار غیراخلاقي، د قانون خلاف او له وخته مخکې قضاوت ګڼي. فیفا په هېواد کې د ډموکراټیکو پروسو ملي څارونکی مدني بنسټ دی او دغه ماموریت د دغې پروسې له روڼتیا او سلامتیا څخه د خلکو د ډاډمنتیا په موخه پرمخ بیایي. بې له شکه چې فیفا په ټول افغانستان د خپلو رضاکاره څارونکو پر مټ د تلې ۲۸مې په ټاکنو کې ډېرې بې نظمۍ، تېروتنې او سرغړونې لیدلي او راپور یې ورکړی او په پام کې ده چې دغه موندنې له موثق سازۍ څخه وروسته له ټاکنیزو کمیسیونونو په تېره بیا د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون سره شریک کړی شي. موږ هیلمن یو چې زموږ څارنیزې موندنې د پاکو او ناپاکو رایو په جلا کولو کې له ټاکنیزو کمیسیونونو سره مرسته وکړی شي. دغه ټکی هم د یادونې وړ ده چې مرکز ته له محلاتو څخه د پایلو د راټولولو پروسه، د رایو شمېرنه، شکایتونو ته رسېدنه او د ټاکنو د قانون پر بنسټ د لومړنیو او وروستیو پایلو اعلانول د ټاکنیزو کمیسیونونو له دندو او صلاحیتونو څخه دی او فیفا یوازې د څارنې رول لري او له ټولو پړاونو څخه خپلې څارنیزې موندنې به په پرله پسې توګه د افغانستان له خلکو سره شریکې کړي. فیفا د هېواد له ټولو ښاروندانو، نوماندانو او د دوی له ملاتړو څخه په درنښت غوښتنه کوي چې خپله حوصله او صبر له لاسه ور نه کړي او د دغې موسسې له نوم او اعتبار څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي او په تمه دې شي ترڅو مسوول بنسټونه د قوانینو په چوکاټ کې خپلې چارې د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلانېدو پورې پرمخ یوسي. د افغانستان د ولسواکي نظام د لوړو موخو ترلاسه کېدو په هیله. و من الله توفیق
10/24/2018
فیفا
خبرپاڼه
ټاکنی
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA