د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


خبرپاڼه

د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د رایې اچونې پروسه په رسمي توګه پای ته ورسېده. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) په دغو ټاکنو کې له ټولو اړوند او ښکېلو خواو په تېره بیا له اتلو امنیتي ځواکونو، د ټاکنو کمیسیون له کارکوونکو او په دغه پروسه کې د هېواد شریفو خلکو له شتون او ګډون څخه د زړه له تله مننه کوي. فیفا د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د رایې اچونې د پروسې له پيل څخه تر پایه خپلې څارنیزې موندنې په دوه مرحلو کې د ټاکنیزو خبرپاڼو له لارې د ټاکنو کمیسیون او د هېواد له شریفو خلکو سره شریکې کړې. د ورځې له پیل څخه تر پایه د رایې اچونې له بهیر څخه د فیفا د څارنیزو موندنو مهم موارد دا دي: 1. په ټوله کې، د هېواد په ټولو ولایتونو کې په نننۍ ټاکنو کې د خلکو په تېره بیا د ښځو د ګډون کچه په ټولو ولایتونو کې ټیټه ګڼل شوې ده. که څه هم په مرکزي سیمو کې د ورځې له پيل څخه تر نیمې ورځې پورې ګډون تر یوه بریده لوړ وو، خو د ورځې په دویمه نیمایي کې په دغو سیمو کې هم د ګډون کچه ټیټه ګڼل شوې ده. 2. د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ټول هېواد کې د پرانیستل شویو مرکزونو شمېر ۴۵۰۰ مرکزونه اعلان کړ، په داسې حال کې چې د فیفا ټولیزې موندنې ښيي چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۸۹۱ مرکزونه پرانیستي وو او کمیسیون ته یې راپور ورکړی دی. د یادونې وړ ده چې د ورځې په اوږدو کې له یوشمېر ولایتونو او ولسوالیو سره د کمیسیون او څارونکو بنسټونو اړیکه د مخابراتي شبکو د پرېکېدو له کبله ناشونې وه، نو د پرانیستل شویو مرکزونو کره شمېر اوس مهال د تایید وړ نه دی. د یادونې وړ ده چې یوشمېر ولسوالیو ته د ټاکنیزو توکو د نه رسېدو له کبله د رایې اچونې مرکزونه تړلي پاتې شوي دي. د بېلګې په توګه، د نورستان ولایت په موندول او دوآب ولسوالیو کې د رایې اچونې ۵۰ محلونه چې ۱۰ مرکزونه کېږي تړلي پاتې شوي دي. په ټوله کې په نورستان ولایت کې له ۵۲ مرکزونو څخه ۳۱ مرکزونه پرانیستل شوي او ۲۱ نور یې تړلي پاتې شوي دي. 3. په ځینو ولایتونو او ان کابل کې د رایې اچونې په بهیر کې د رایې اچونې له مرکزونو سره د کمیسیون د اغېزناکې اړیکې او همغږي نشتوالي د رایې اچونې بهیر له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړ. د بېلګې په توګه، د رایې اچونې د پروسې د تخنیکي او اصولي ستونزو د هواري په هکله په تېره بیا د هغو رایې اچوونکو په برخه کې چې نومونه یې په نوملړ او یا بایومټریک وسایلو کې نه وو، د کمیسیون تصمیمونه تر شاوخوا درې ساعته وروسته پورې د مرکزونو او محلونو مسوولینو ته نه وو اعلان شوي.

نور جزئیات


9/28/2019

نېټه

فیفا

خپروونکی

خبرپاڼه

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA