د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د شرایط وړ رایه ورکوونکو له کره شمېرې څرګندولو د مرکزي احصايې د چمتوالي اعلان

د ټاکنیزو اصلاحاتو ګډې کاري ډلې د فیفا په همکارۍ د ټاکنیزو اصلاحاتو د بنسټیزو اصولو د اعلامیې د مادو په برخه کې خپله درېیمه غونډه د مرکزي احصایې د ادارې له مرستیال پوهنمل حبیب الله موحد سره جوړه کړه. په دې غونډه کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې د بنسټونو او رسنیو استازو هم ګډون کړی و. لومړی د فیفا موسسې د پروګرامونو مسوول محمد نعیم اصغري د ټاکنیزو اصلاحاتو د ارزښت، په دې برخه کې د فیفا او ګډې کاري دلې د هڅو او د هېواد د نفوسو تثبیت لپاره د مرکزي احصايې د ادارې رول او د رایې ورکونې د شرایطو وړ کسانو په هکله خبرې وکړې او د یادې ادارې له مرستیال څخه یې وغوښتل چې د هېواد د نفوسو تثبیت او د رایې ورکونې د شرایطو وړ کسانو په برخه کې د دې ادارې د فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړي. د مرکزي احصايې د ادارې مسلکي مرستیال ښاغلي حبیب الله موحد د فیفا موسسې او د عدالت غوښتنې د ډلې له غړو څخه مننه وکړه او د فیفا دغه ګام یې نېک او پرځای وګڼه او د هېواد نورو ارګانونو څخه یې هم وغوښتل چې د مرکزي احصایې د ادارې له معلوماتو څخه ګټه واخلي. نوموړي د دې ادارې پر مټ په ۱۳۹۴ کال کې د نفوسو د اټکلي نشریې د چاپېدو یادونه وکړه او هغه یې د پالیسي جوړوونکو، تصمیم نیوونکو او څېړونکو د اړتیاوو د یوې برخې پوره کېدو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وګڼله. د نوموړي په وینا د ۱۳۸۱ تر ۱۳۸۴ کلونو څخه د هرې کورنۍ د نوملړ د شمېرو پر بنسټ چې د «Pt = Poe rt» فورمول څخه په ګټې جوړ شوي، د هېواد د نفوسو شمېر شاوخوا ۲۷.۶ میلیون ښودل کېږي چې له هغه څخه ۱۴.۷ میلیون نارینه او شاوخوا ۱۳.۹ میلیون یې ښځې دي. د ډلې غړو همدارنګه خبرې وکړې او سروې د ډاډمنتیا د کچې، د رایې ورکونې د شرایطو وړ کسانو د احصايې ترلاسه کولو لپاره د ټاکنو کمیسیون ورتګ او د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د وړاندیز لکه د نفوسو د معیار پر بنسټ د ټاکنیزو حوزو کوچني کول، د پلي کېدو اندازې په هکله یو لړ پوښتنې وکړې او د رسنیو له لارې د دې ادارې د فعالیتونو او د هېواد نفوسو په هکله د معلوماتو وړاندې کولو غوښتنه یې وکړه. د مرکزي احصایې د ادارې مسلکي مرستیال د ډلې د غړو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې د ټاکنو کمیسیون تر اوسه دې ادارې ته نه دی ورغلی ترڅو د رایې ورکونې د شرایطو وړ کسانو شمېرې ترلاسه کړي،

نور جزئیات


9/22/2015

نېټه

20

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA