د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) د دغو ټاکنو پروسه د ټاکنیزو کمپاینونو په شمول له پيل څخه څاري

ټاکنې د ولسواکو نظامونو بنسټ او اساس دی. د ټاکنو سلامتیا او دوام د نظام او ټولنې د سلامتیا او دوام تضمینوونکی دی او پربډ (برعکس) په ټاکنو کې د روڼتیا او سلامتیا نشتوالی په ټولنه کې د ګډوډۍ، د کمزورو او لړزانده جوړښتونو او فساد لامل او په پایله کې د بحران او په شا تګ عامل کېږي. افغانستان تر اوسه شپږ ټاکنې (درې ولسمشریزې، درې پارلماني او ورسره هممهاله د ولایتي شوراګانو درې ټاکنې) تجربه کړي دي. سیاسي عوامل، د ټولنې له شرایطو او اړتیاو سره سم د رڼو میکانیزمونو او سیستم نشتوالی، کمزوری مدیریت، ناامنۍ او د قوانینو نه پلي کېدل له هغو اصلي عواملو څخه دي چې تېرې ټاکنې یې په ترخو او ناکامو تجربو باندې بدلې کړې او همدارنګه په هېواد او ټولنه کې د ډېرو ستونزو او د دغه بنسټیز اصل پر ګټورتیا باندې د بېباورۍ لامل شوي دي. دا دی د تلې په ۶مه یو ځل بیا حساسې ټاکنې په مخ کې دي. د ټاکنیزو ننګونو د له منځه وړلو په برخه کې د پراخو هڅو سربېره چې ځینې هغه یې اغېزناک او د قدر وړ هم دي، له بده مرغه لا هم ستونزې شته چې په هېواد کې د ټاکنو سلامتیا له ګواښ سره مخامخوي. ناامنۍ، د ټاکنو نه سراسریتوب، د نوماندانو تر منځ سیاسي بېباورۍ، د مرکز او ولایتونو په کچه مدیریتي ستونزې او د ټاکنو د تخنیکي پروسو د سالم مدیریت لپاره د یوه ټولیز سیستم نشتوالی، د قوانینو سم نه پلي کېدل او نه مراعتېدل، د کمیسیون په کار کې د سیمییزو زورواکانو نفوذ، د ټاکنو د کارکوونکو مسلکي کړنې، د ښځینه رایې اچونې محلاتو کې د ښځینه کارکوونکو کموالی، د رایې اچونې په مرکزونو او محلاتو کې د نوماندانو د استازو مسلکي او قانوني چلند او په ټاکنیزو چارو کې د نه لاسوهنې د اصل مراعتول او په ټاکنو کې د بېلابېلو ښکېلو خواو په مټ د مسوولیت نه منل له هغو ننګونو څخه دي چې راتلونکې ټاکنې ګواښي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) د دغو ټاکنو پروسه د ټاکنیزو کمپاینونو په شمول له پيل څخه څاري. د فیفا څارنیزې موندنې په بېلابېلو پړاونو کې او په کتبي توګه له اصلاحي وړاندیزونو سره د ټاکنو له کمیسیون سره شریک شوي او په مهمو مواردو کې د مخامخ غونډو له لارې تشرېح شوي دي. همدارنګه، فیفا چمتو ده چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د رایې اچونې بهیر او د رایو شمېرنې پروسه د شاوخوا شپږ زره ښځینه او نرینه رضاکاره څارونکو په مټ په تخصصي توګه او له تایید شویو میکانیزمونو څخه په ګټې وڅاري او د دغې پروسې له وضعیت څخه خپلې څارنیزې موندنې د افغانستان خلکو او ښکېلو خواو ته راپور ورکړي. د یادونې وړ ده چې دغه څارنه په بشپړه توګه خپلواکه او د نړیوالو او کورنیو بنسټونو له مرستې پرته ترسره کېږي. د دغو څارنیزو موندنو مهم موارد دا دي:

نور جزئیات


9/26/2019

نېټه

30

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA