د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


په کندهار ولایت کې د سولې او ټاکنو د پروسې په هکله مشورتي پروګرام

فیفا په کندهار ولایت کې د سولې او ټاکنو پروسې په اړه مشورتي ناسته ترسره کړه. د دغې غونډې موخه د سولې پروسې په اړه د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې، عالمانو او روحانیونو، ښځو او ځوانانو په ګډون د هېواد د بېلابېلو برخو د نظرونو او اندېښنو ترلاسه کول او شریکول وو. د غونډې په ګډونوالو کې د سیاسي ګوندونو د مدني ټولنې سازمانونو غړو، عالمانو او روحانیونو، ښځو او ځوانانو ۳۰ کسان شامل وو. غونډه د قران شریف د څو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه او بیا په کولمبیا هېواد کې د جګړې او سولې پروسې په اړه پرېزنټېشن وړاندې شو چې ګډونوال هغه ته په کتو سره په افغانستان کې د سولې او جګړې د پروسې په هکله خپل لیدلوري وړاندې کړي. ورپسې ګډونوال په درې کاري ډلګیو ووېشل شول چې له مخکې چمتو شویو پوښتنو په اړه خپل لیدلوري ولیکي. وروسته له هغه هرې ډلګۍ ته فرصت ورکړل شو چې خپل ځوابونه او پایلې له نورو ګډونوالو سره شریکې کړي او د هغوی نظریات او نقد هم ترلاسه کړي. ځوابونه او وروستۍ جمع بندي په چمتو شوي فورم کې شامل شول او د بحثونو بهیر ولیکل شو. ګډونوالو ټینګار وکړ چې امریکا، ناټو او افغان حکومت باید د سولې په خبرو اترو کې ښکېل وي او د سولې پروسې اجنډا له پیل څخه مشخصه او له خلکو سره دې شریکه کړي. دوی پر حکومت غږ وکړ چې د سولې پروسې لپاره ملي اجماع جوړه کړي او سیاستوالو، علما او ځوانانو ته پراخه ونډه ورکړل شي. دوی د سولې په پروسه کې د ملي ارزښتونو په خوندي ساتلو هم ټینګار وکړ او تر سولې وروسته نظام کې یې د ښځو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه. د غونډې ګډونوال د جګړې او لانجو دوام د افغانستان په خیر نه ګڼي او په جګړه کې له ښکیلو خواو څخه یې وغوښتل چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې له پروسې سره یوځای شي. دوی د سولې د پروسې د یوه شرط په توګه پر عمومي بښنې ټینګار وکړ. په پای کې ګډونوالو له فیفا څخه د دې ناستې د ترسره کولو په پار مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ورته پروګرامونه د سولې په پروسه کې د ولایتونو د نخبګانو د نظریاتو په شاملولو کې اغېزناک تمامېدی شي.

نور جزئیات


10/26/2019

نېټه

30

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کندهار

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA