د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ۱۳۹۸ کال د ټاکنو اړوند او ښکېلو بنسټونو تر منځ د همغږۍ غونډه

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ټاکنو اړوند او ښکېلو بنسټونو تر منځ د همغږۍ څلورمه غونډه د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۱۷مه جوړه کړه. په دغه غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د کورنیو چارو وزارت، د معلوماتو او ملي احصايې ادارې، د ښځو چارو وزارت او د مدني ټولنې بنسټونو ۱۱ استازو ګډون کړی وو. خو د شکایتونو کمیسیون استازي سره له دې چې په ناسته کې یې د ګډون ژمنه کړې وه، تر وروستۍ دقیقې پورې یې په غونډه کې ګډون ونه کړ. د غونډې په پیل کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د پروګرامونو مسوول ښاغلي نعیم اصغري د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې موخې یې تشرېح کړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د ټاکنو په برخه کې د خپلو اړوندو بنسټونو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي. ورپسې د ټاکنو خپلواک کمیسیون عملیاتي مرستیال ډاکټر محمد عثمان فروتن د غونډې د اجنډا له مخې د کمیسیون له ادرسه لاندې معلومات وړاندې کړل: • د پرانیستو مرکزونو شمېر چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې په اړه معلومات (ډېټا) لري شاوخوا ۴۶۴۸ مرکزونه دي او پاتې یې چې شاوخوا ۶۸۹ مرکزه کېږي، په اړه یې هېڅ معلومات (ډېټا) نشته؛ • د ۳۴ ولایتونو په کچه د رایې اچوونکو لومړنی شمېر شاوخوا دوه میلیونه او اته سوه او څلور پنځوس زره ۲۸۵۴۰۰۰ وو، چې دغه شمېر ثابت نه دی او د بدلون وړ دی؛ • ۲۳۰۰۰ معلومات د انتیک په برخه کې فزیکي چېک شوي او ټاکل شوې چې نن د چهارشنبې ورځې تر پایه (د تلې ۱۷مه) دغه شمېر شاوخوا ۲۶۰۰۰ ته ورسېږي، په ورته وخت کې د اسکن پروسه هم روانه ده؛ • شاوخوا ۲۲ زره ریزلټ شیټونه (Result Sheets) د ټولو لاسرسي لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون په انټرنټي پاڼه کې خپاره (Upload) شوي دي؛

نور جزئیات


10/9/2019

نېټه

11

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA