د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنو د پروسې اوسنی وضعیت د ټاکنو خپلواک کمیسیون سم مدیریت او رڼو اجرااتو او په عین وخت کې د ټولو ښکېلو خواو هراړخیزې همکارۍ ته اړتیا لري

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه د ټاکنو اوسني وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي. د دغه بنسټ په باور د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلانولو کې د ځنډ او تر ټاکنو وروسته د ټاکنیز مهالوېش په مراعتولو او د اړوند پړاوونو په وخت مدیریت کې د دغه کمیسیون کمزورتیا، د ټاکنو کمیسیون د یوشمېر ولایتي دفترونو تړلي پاتېدو او په دغو ولایتونو کې د تفتیش او بیاشمېرنې پړاو نه ترسره کېدو، په یوشمېر محدودو ولایتونو کې د نفوذ لرونکو کسانو په مټ د کمیسیون د ولایتي کارکوونکو ګواښلو، د ټاکنیزو شمېرو او ارقامو په هکله په کره اطلاع رسونه کې د کمیسیون کمزورتیا چې د ټاکنو په ورځ د رایې اچوونکو د ګډون څرګند او نه بدلېدونکی شمېر پکې شاملېږي، د معتبرو او نامعتبرو رایو او د یوشمېر ټاکنډلو له اعتراضونو سره د چلند د څرنګوالي په هکله لازم وضاحت ورکړي او خپل وروستي تصمیمونه خلکو ته تشرېح او تفسیر کړي. فیفا د نامعلوم وضعیت د اوږدېدو او د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلانولو کې له بیا بیا ځنډ څخه په کلکه اندېښمنه ده او دا د ټاکنو د سلامتیا په ګټه نه بولي. همدا راز فیفا د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر کړنو باندې ځکه نیوکه کوي چې د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش پړاو یې مخکې تر دې پیل کړ چې په رڼه توګه او د څارونکو بنسټونو په شتون کې د یوشمېر ټاکنډلو اعتراضونو ته ځواب ووایي، چې دې چارې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ټاکنډلو د تخنیکي بحثونو د روڼتیا لپاره کلکه مرسته کوله. فیفا یاد شوي موارد د ټاکنو د اوسني وضعیت د لانجمنېدو اصلي لامل بولي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په مټ د ټاکنیزو پېښو د ناسم مدیریت زېږنده دی. سره له دې چې فیفا د پروسې او د ټاکنیزو قوانینو پر بنسټ د مسوول بنسټونو اجرااتو په اړه د ټاکنډلو اعتراض او شکایت کول د دوی بنسټیز حق او هغو ته د کمیسیون ځواب ویل لازمي ګڼي، خو د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش په پروسه کې د ټاکنډلو نه ګډون، په ټولو پړاوونو کې د دوی د څارونکو د اغېزناک شتون او د روڼتیا ټینګښت لپاره یوه تشه ګڼي. د اعتراض کوونکو له خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو تړل د ټاکنډلو اعتراضونو ته د رسېدنې لپاره د حل لار نه ده. دغه کړنه د ټاکنو اوسنی وضعیت لا سختولی شي او کېدی شي چې د ۱۳۹۷ کال د پارلماني ټاکنو تجربه بیاځلي شي. نو، فیفا له اعتراض کوونکو غواړي چې په اړوند ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کار ته پرېږدي او خپل اعتراضونه پای ته ورسوي. په ورته وخت کې، فیفا له ټولو ټاکنډلو غواړي چې د پروسې څارنه بیا پیل کړي او پاتې پړاوونه وڅاري.

نور جزئیات


11/27/2019

نېټه

فیفا

خپروونکی

خبرپاڼه

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA