د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ملي شورا (پارلمان) پرجوړښت او دندو خبرې اترې

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټولټاکڼود څار بنسټ (فیفا) د پارلمانی برخې همکارانو د خپلو ټولو ناستو او ولایتی برنامو په ترڅ کې دا ځلې د محصلینو او ځوانانو سره ناسته په ننګرهار کې د کوچی ځوانانو او پیغلو سره د عبدالقادر کوچی په عالی لیسه کې ترسره کړه د یادې ناستې موخه دا وه تر څو په ملی شورا کې د کوچیانو له حوزې څخه منتخب استازي خپلو کوچی ځوانانو ته د پارلمان جوړښت هلته دې استازو پر دندو او قانون جوړولو پر بهیرونو کړنلارو معلومات وړاندې کړې. دافغانستان د ازادو او عادلانه ټولټاکنو بنسټ (فیفا) د خپلو ناستو او غونډو په لړ کې دا ځل یوه ناسته په ننګرهار جلال آباد ښارکې د کوچیانو حوزی د ځوانانو او پيغلو لپاره د عبدالقادر کوچی په عالی لیسه کې جوړه کړه یاده ناسته چې د لړم (عقرب) په لمړ نیټه کال۱۳۹۸ جوړه شوې وه پکې تر پنځوسو (۵۰) ځوانانو او پیغلو ګډون درلود، پدې ناسته کې په ولسی جرګه کې د کوچیانو له حوزې منتخبه استازی اغلې فرزانه کوچی هم ګډون درلود تر څو زده کړیالانو ته د پارلمانی جوړښت سربیره هلته د استازو اصلی دندې او د قانون تصویبولو کړن چارې په تړاو ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړی. د ناستی په پیل کی فیفا له ګډونولو څخه د مننې ترڅنګ د فیفا بنسټ په کړنو او د ناستې پر موخې خبری وکړې، او وویل چې فیفا یو ملی او غیر ګټه اخستیونکې بنسټ ده چې په کال ۲۰۰۴ کې د یو څو تنو مدنی فعالینو لخوا جوړه شوه ترڅو د ولسواکۍ د اصولو د پیلې کولو، د ړنو ټاکنو د ترسره کیدو، په ملی او سیاسی پروسو کې د ځوانانو اوښځو ونډه اخیستنې او ترڅنګ یې د ملی شورا (ولسی جرګه او مشرانو جرګه) د عمومي او د کمېسیونو له غونډو څخه مشاهده ترسره کړي ترڅو د ملي شورا اړوند معلومات له ولسونو سره شریک کړئ او وګړي وپوهیږی چې په پارلمان کې یې استازي کوم فعالیتونه ترسره کړی او کوم قوانین تصویب شوی دی او تر څنګ یې په ټولو منتخبو بنسټونو د ولسونو د باور د کچې د لوړه شي. د فیفا د مشاهدې ټیم د پارلماني مشاهدې تر څنګ ځینې ناستې په ولایتونو کې ترسره کوی چې پدې ناستو کې د مربوطه ولایت استازی د محصلینو سره د ملی شورا (پارلمان) جوړښت او د استازو پر دندو خبری کوی ترڅو ځوانانو د پارلمان په جوړښت او خپلو استازو پر دندو وپوهیږی او د راتلونکی لپاره یوه سالمه انګیزه ولری چې هغوی هم د ولسواکۍ د اصولو په رڼا کې ځانونه نوماند کړی او رایه ورکړي د ناستې په دوام کې اغلې فرازنه کوچی په ولسی جرګه کې د کوچیانو منتخبې استازې خبري پيل کړي نوموړی د فیفا بنسټ څخه مننه وکړه چې د ځوانانو سره د هغوی د استازو لپاره ورتې ناستې او برنامې برابروی ترڅو ځوانانو د خپلواستازو پارلمانی تجربې ورسره شریکې شی او تر څنګ یې ځوانان خپلې ستونزې هم د حل په موخه له استازو سره یې شریکې کړې.

نور جزئیات


10/23/2019

نېټه

30

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

ننګرهار

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA