د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


فیفا یوه غونډه په ننګرهار کې جوړه کړه

فیفا وتوانیدل چې د نورو ناستو پر دوام کې یوه ناسته په ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې د کوچیانو ولسونو سره ترسره کړې، پدې ناسته کې په ولسی جرګه کې د کوچیانو له حوزې منتخه استازې اغلې فرازنه کوچی ، ننګرهار کې د کوچیانو قومی مشرانو، کوچی ښځینه فعالینو، د کوچیانو د حقوقو د خوندیتوب لپاره کوچی ځوانانو خویندو او ورونو چې ټولټال د ګډونوالو شمیره یې تر پنځوسو رسېده ګډون کړی و. پدې ناسته کې د کوچیانو ولسونو او مشرانو چې په ننګرهار کې میشت دی د کوچیانو په استازولی د ټولو کوچی ولس پر هغو ستونزو خبرې اترې وکړې کوم چې د مخه د فیفا د مرکزي ادارې او ولایتی همکارانو لخوا د کوچیانو سره د سروې په ډول راټولې شوې وی او وروسته د اجنډا سره سم په ننګرها کې د یوه ګډ بحث په ترسره کولو سره د حل په موخه پرې بحث او له استازو سره یې ګډي شوې. د کوچی ولسونو هغه ستونزې چې په اجنډا کې پرې بحث ترسره شو: 1. په هېواد کې د کوچی ولس د څارویو د څړځایونو غصب ناسته د قرآن پاک په مبارکو آیتونو سره پېل شوه او د اجنډا سره لومړی دفیفا مسول د ټولو ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ د غونډې موخه او د فیفا بنسټ دماموریت اړوند معلومات وړاندې کړل تر هغه وروسته ګډونوالو د اجنډا سره سم خپلې ستونزې، نظرونو او وړاندیزونه باندی بحث کړی چی د بحث لمړی موضوع په هېواد کې د کوچی ولست د کوچیانو د څارویو د څړځایونو غصب موضوع ته اشاره وشوه چې پدې سره د غونډې څو تنو ګډونکونکو وویل مونږ کوچیان د دې خاوری اصلی اوسېدونکیو یو مونږ له پخوا پدې خاوره کې مالداری درلودې او هېواد په بیلابیلو ولایتونو او ولسوالیو کې د څارویو لپاره څړځایونه درلودل چې زمونږ نیکونو او پلارونو په پکې خپل څاروی ( اوښان، میږې، پسونه، غواووې او نور ) څروول او هلته مونږ کیږدی درولې اما اوس هېواد کې د کلونو راهیسې جګړې روانې دی چې مونږ کوچی ولس یې هم لکه نور ده نیشینو له خورا ستونزو سره مخ کړې یو او زمونږ پر ژوند یې منفی اغیزه کړی ده یو له هغو داده چې مونږ له خپلو سیمو او ځمکو څخه یا د جګړو له امله شړل شوې یو او یاهم د زورواکوانو لخوا چې زمونږ ځمکې او څوځایونه یې په زوره غصب کړی دی کله چې مونږ هلته خپلې رمې او د څړ لپاره بیایو یا هلته کیږدی دروو مونږ ګواښل کیږو او زمونږ سره ظلم او تیری کیږی حتی تر دې چې زمونږ څاروې په زور راڅخه ګرځول کیږی او مونږ کوچی ولس ته مزاحمتونه کیږی چې پدې سره کوچی له خپلې اصلی دنده چی کوچیتوب دی محروم شوی او له تاوانونو سره مخ کړې یو پدې سره مونږ له افغان حکومت څخه په درنښت او جدی توګه غواړو چې مونږ کوچیان هم د دې هېواد مهمه برخه یو او باید زمونږ ټولو حقوقو د درناوی تر څنګ زمونږ د ځړځایونو څخه دفاع وکړی او زمونږ څړځایونو دې د زورواکو څخه بیرته راوګرځوي کوم چی هغو غصب کړی او شخصی کړی یې دی پدې سره به په هېواد کې مالداری د ودې کچه لوړه شی او کوچیان به له خپلې مالداری محصولات زیات کړی تر څد د هېواد په اقتصاد کې هم رغنده رول ولوبوي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

10/22/2019

نېټه

50

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

ننګرهار

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA