د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د همغږۍ پنځمه ناسته

د فیفا د ټاکنو برخې نن د روان کال د لړم په ۱۱مه (۲۰۱۷ د نومبر ۲مه) د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون، د نفوسو د احوالو د ثبت خپلواکې ادارې، د مرکزي احصایې خپلواکې ادارې او د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ د استازو په ګډون د ټاکنو ښکېلو او اړوند بنسټونو د همغږۍ پنځمه غونډه د فیفا د کنفرانسونو په صالون کې جوړه کړه. په دغه غونډه کې له ټاکنو کمیسیون سره د اړوند ادارو د همغږۍ او د رایې ورکوونکو د نوملړ په چمتو کولو کې له دغې ادارې سره د همکارۍ په هکله خبرې وشوې. په سر کې د نفوسو د احوالو د ثبت د ادارې مشر همایون محتاط د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او د کمیسیون په غونډو کې یې د دغې ادارې د استازو د پرله پسې شتون خبر ورکړ. نوموړي په بایومټریک ډول د رایې ورکوونکو د نوملړ چمتو کول د ټاکنیزو درغلیو د مخنیوي لپاره یوه اغېزمنه لار وبلله، خو د وخت د کمښت له کبله یې د دغې چارې ترسره کول ناشونی وګڼه. نوموړي څرګنده کړه چې هر کله د ټاکنو کمیسیون د کاغذي پېژندپاڼو پر بنسټ د رایې ورکوونکو د نوملړ د چمتو کولو تصمیم ونیوه نو د نفوسو د احوالو د ثبت اداره تیاره ده چې په پنځو میاشتو کې د رایې ورکونې ټولو وړ کسانو ته کاغذي پېژندپاڼه ووېشي او هغه په ډېټابېس کې هم ثبت کړي. خو هغه وویل چې دغه کار د کارکوونکو د استخدام، ولسوالیو ته د کسانو او وسایلو لېږدولو، د امنیت ټینګښت او د نفوسو د احوالو ثبت ادارې ته د بودجې چمتو کولو په برخه کې د حکومت او نړیوالې ټولنې د همکارۍ په شرط شونی دی. ورپسې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د عامه پوهاوي او اړیکو مشر محمد نظري د دغې ادارې د پنځو کارکوونکو د ګوښه کېدو په هکله معلومات ورکړل او هغه یې د ټاکنو د قانون ۳۳مې مادې د ۳یمې فقرې پر بنسټ یو ګام وباله. نوموړي له نیول شوي تصمیم سره د دغه کمیسیون د مرستیال اختلاف یوه ستونزه وګڼله او د دغې ستونزې د هواري لپاره یې د قانون پر پلي کولو ټینګار وکړ. ښاغلي نظري د کاغذي پېژندپاڼو پر بنسټ د رایې ورکوونکو د نوملړ چمتو کول یو ستونزمن کار وباله او له دې ادارې سره یې د ټاکنو کمیسیون له نه همغږۍ څخه نیوکه وکړه. نوموړي څرګنده کړه چې د ټاکنو کمیسیون د یاد نوملړ د چمتو کولو په هکله د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون سره هېڅ ډول همغږي او سلا نه ده کړې.

نور جزئیات

11/2/2017

نېټه

5

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA