د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


ټاکنیز اصلاحات؛ له ژمنې تر عمله

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ټاکنیزو اصلاحاتو د بهیر پلټنې په موخه د روان کال د وري په ۱۱مه د «ټاکنیز اصلاحات؛ له ژمنې تر عمله» تر سرلیک لاندې یو کنفرانس جوړ کړ چې په دغه کنفرانس کې د اجراییه ریاست، پارلمان، د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسیون، د غوراوي کمېټې، د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې د بنسټونو استازو او ځوانانو په ګډون ۱۳۰ ګډون کوونکو ګډون درلود. د دغه کنفرانس د جوړولو موخه د ټاکنیزو اصلاحاتو د بهیر د لاسته راوړنو پلټنه، د ضعف او نیمګړتیاو په ګوته کول او د دغه بهیر د بندون له منځه وړلو لپاره سلا مشوره وه. د فیفا د پروګرامونو مسوول محمد نعیم اصغري په دغه کنفرانس کې وویل: "فیفا د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې شوي ټول فعالیتونه څاري او له دې سره یې د دغه بهیر د پیاوړتیا لپاره د مشورې او عدالت غوښتنې ډېرې غونډې جوړې کړي دي." نوموړي زیاته کړه چې فیفا د مشورتي غونډو موندنې او خپل وړاندیزونه په خپل وخت کې اړوند بنسټونو په تېره بیا د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسیون ته وړاندې کړي دي. د فیفا اجراییوي مشر محمد یوسف رشید د ټاکنیزو اصلاحاتو په بهیر کې نیمګړتیا او خنډونو ته اشاره وکړه او ویې ویل:" که څه هم ډېر وخت مو له لاسه ورکړی، خو بیا هم فرصتونه لرو چې باید ترې ګټه واخېستل شي." نوموړي زیاته کړه د ځینو دلایلو له کبله د ملي یووالي حکومت د دغه مهم ماموریت په پلي کولو کې پاتې راغلی دی. هغه په دې برخه کې ځینو هغو ګامونو ته چې باید ژر تر ژره پورته شوي وای، اشاره وکړه او حکومت ته یې یو لړ مشخص وړاندیزونه هم مطرح کړل. د اجراییه ریاست سلاکار ښاغلی حشمت رادفر د دغه پروګرام بل ویناوال و چې د فیفا او ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسیون له فعالیتونو يې ستاینه وکړه. رادفر وویل درې موارد د ټاکنیزو اصلاحاتو په بهیر کې د ځنډ او بندون رامنځته کېدو اصلي عوامل دي: د ډلې دننه اختلافات، سیاسي کړکېچونه او د حکومت د پروګرام نشتوالی.

نور جزئیات


3/30/2016

نېټه

130

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA