د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د فیفا د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د 1398 ولسمشرۍ نوماندانو سره وکتل

د فیفا ډلې د سپټمبر په 5، 10، 11 او 18 مه د ولسمشرۍ له نوماندانو حکیم تورسن، عبدالطیف پدرام او شیدا محمد ابدالي سره جلا غونډې جوړې کړي. په دغه غونډه کې چې د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې ۱۸ غړو ګډون درلود، لومړی د فیفا یوه ډلې د پېژندنې او لاسته راوړنو او د پروګرام د موخو په اړه خبرې وکړې. دې وویل چې د ځوانانو په اړه د نوماندانو د ژمنو د راټولولو موخه دا ده چې د نوماندانو په ټولیزو موخو او پروګرامونو وپوهېږو او د سرې کرښې په توګه وګڼل شي. او وویل: "پر دې بنسټ اړینه ده چې د ځوانانو په اړه ستاسو ژمنې هم د چک لېسټ له لارې لاسته راوړو چې په خپل حکومت کې به ځوانانو ته څومره برخه ورکوئ او د ځوانانو د ستونزو او ننګونو په اړه څه پروګرامونه لرئ." ورپسې د ولسمشرۍ هر یوه نوماند خپل پروګرامونه او موخې شریکې کړې. د دوی په باور د هېواد په بیارغونې او پرمختللو کې له ځوانانو څخه ښه ګټه اخیستلی شي، ځکه چې د ټولنې یوه بنسټیزه برخه ځوانان دي نو په وینا یې په حکومت کې به د ځوانانو استخدام ته کلکه پاملرنه وشي. هر یوه نوماند پر ټینګار کاوه چې د وړتیا او مسلکیتوب پر بنسټ به د استخدام اصل پلی شي. همداسی دوی په اند بېوزلي، ناامنۍ، وزګارتیا او بهر ته تېښته د ځوانانو هغه بنسټیزې ننګونې دي چې باید عملي پروګرامونه ورته وسنجول شي. د ځوانانو د لومړیتوبونو په برخه کې یې زیاته کړه چې د ځوانانو د وزارت په نوم د وزارت ادارې په جوړښت کې به د ځوانانو لپاره سمبولیک رول ورنه کړل شي. د وزګارتیا د هواري لپاره به په پراختیایي بودجه کې د ځوانو محصلینو لپاره په حق الزحمه په پام کې ونیول شي. په سیاسي تصمیمونو کې د ځوانانو د شاملولو لپاره به د زونونو په کچه کوچني سیمییز پارلمانونه رامنځته شي. د کورنۍ جوړولو او اقتصادي ستونزو په برخه کې به د اسانتیاو په رامنځته کولو له اقتصادي پروګرامونو او طرحې سره کار وکړي. د یوشمېر پروګرامونو له لارې به د ځوانانو ستونزې هوارې شي او د افغانستان په هره برخه کې به د ځوانانو لپاره د زده کړې او کار مساوي فرصتونه رامنځته شي. په پای کې د ولسمشرۍ هر نوماند د ځوانانو د جوړښت پر بدلون باوري وو او په ټولو کچو کې یې د ځوانانو پر رول لا زیات تمرکز او پیاوړتیا اعلان کړه.

نور جزئیات


9/18/2019

نېټه

18

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA