د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنو مشروعیت د ټاکنیزو خواو په تدبیر او متفاوتې کړنلارې پورې تړلې ده

د ټاکنو له ترسره کېدو څخه شاوخوا دوه نیمې میاشتې تېرې شوې. په ټاکنیز مهالوېش کې وړاندوینه شوې وروستۍ نېټه چې د لیندۍ درېیمه وه، هم تېره شوه. د هېواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت له ګډوډۍ سره مخامخ شوی او هېوادوال هم په کلکه اندېښمن دي. د پایلو د اعلانولو د پروسې اوږدېدل د هرې ورځې په تېرېدو سره د دې پر ځای چې یوې رغنده پایلې ته ورسېږي، لا پېچلې او بې اعتباره شوې ده. دغه موارد او د ټاکنو پروسې پر وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شریکانو چلند په کلکه د اندېښنې وړ دی. تمه کېده چې د ډسامبر په ۸مه نېټه د کمیسیون او ټاکنیزو شریکانو ګډه غونډه د اغېزناکو تخنیکي خبرو اترو او ټولیز او سنجول شوي تعامل له لارې یوې د منلو وړ حل لارې ته ورسېږي، خو له بده مرغه داسې ونه شول او کمیسیون ونه توانېد چې دغه فرصت په سمه توګه مدیریت کړي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم په ټوله کې او هم په یاده غونډه کې ونه توانېده چې خپل دریځ او قانوني رول په سمه توګه تمثیل کړي او د ټاکنیز بندون د هواري لپاره خپل رول ولوبوي. جوړه شوې غونډه لکه څنګه چې د کمیسیون غړو هم یادونه وکړه، یوه معلوماتي او د راپور ورکولو غونډه وه، چې کمیسیونونو ته یې د وړاندې کولو او ټاکنیزو شریکانو ته یې د اورېدو فرصت برابر کړ. که څه هم دغه غونډه له ځینو اړخونو د عامه ذهنیت لپاره ګټوره او اغېزناکه وه. فیفا باوري ده چې د اوسني وضعیت دوام که هغه د ټاکنیزو کمیسیونونو له خوا وي او که د معترضو نوماندانو له خوا، د ټاکنو اوسنی بندون به په یوه بحران بدل کړي. نو په جدي توګه تمه کېږي چې ښکېلې خواوې په تېره بیا ټاکنیز کمیسیونونه د قانون د مجریانو او د ټاکنیزو پروسو د مدیرانو په توګه په خپلو تعاملاتو او کړنو کې د قانون او تدبیر له دایرې څخه بهر نه شي او د هېواد ملي ګټې او د خلکو اندېښنې او ناخوالې په پام کې ونیسي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د قانون له مخې د ټاکنو د لومړنیو او وروستیو پایلو د اعلانولو صلاحیت لري، خو د پایلو مشروعیت او مقبولیت د کمیسیونونو په مسوولانه اجرااتو او اعتبار پورې تړلې ده. فیفا د اوسني وضعیت په درکولو سره او د ټاکنو په څېر ملي پروسو د ناسم حرکت او له لامله یې د هېواد بحران ته له تلو څخه د ژورې اندېښنې له مخې په پرېکنده توګه وړاندیز کوي چې: 1. د ټاکنیزو مدیرانو او نوماندانو او د دوی د پلویانو په شمول ټولې ښکېلې خواوې باید په خپلو سیاسي او ټولنیزو تخنیکي تعاملاتو کې د هېواد اړوند قوانین په پام کې ونیسي.

نور جزئیات


12/12/2019

نېټه

25

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA