د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنی راپور

د افغانستان د ولسمشرۍ څلورمې ټاکنې تر پنځه میاشتني ځنډ وروسته د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۶مه وشوې. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د خپلو نویو غړو ګومارنه او په ټاکنو کې له ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې په اړه د قانون حکم د دغه ځنډ تر ټولو مهم لامل ګڼي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ټاکنو په پروسه کې د روڼتیا، ازادۍ او عدالت لپاره د خپلو پرله پسې او تلپاتې هڅو په دوام کې د رایې اچونې د پروسې د مخامخ مشاهدې پروسه داسې طراحي او ترسره کړه چې تر ډېره د غور، سلامتیا او اعتبار تضمینوونکې وي. فیفا په ټول هېواد کې د رایې اچونې په شاوخوا ۲۵۰۰ مرکزونو کې چې هر مرکز له یوه څخه تر درې د رایې اچونې محلونه درلودل، د ټاکنو بهیر د ۶۰۰۰ مشاهدینو په مټ وڅاره. د رایې اچونې په مرکزونو کې د ټاکنو د اطلاعاتو د راټولولو لپاره له مشاهداتي پوښتنپاڼو ګټه واخیستل شوه چې د قانون، مقرراتو او نورو موضوعاتو په اړه یې ۱۶۳ پوښتنې درلودې. دغه پوښتنپاڼه د رایې اچونې پیل، بهیر او پای او همدارنګه د رایو شمېرنې پروسه رانغاړي. مدیریتي او لوجستیکي عمومي وضعیت، د رایې اچونې په بهیر کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مامورانو په کړنو کې غور، د ناقانونه رایې اچونې مخنیوی، د مرکزونو د پرانیستلو او تړلو وخت، د پروسې د روڼتیا کچه او د څارنې شونتیا د فیفا د مشاهدینو له مهمو شاخصونو څخه وو. د ځینو موضوعاتو د بېړني اهمیت له کبله د ټاکنو په ورځ له ټولو ولایتونو څخه ۲۴ ډوله پېښې د رایې اچونې پروسې د روڼتیا د سنجولو د تر ټولو مهمو شاخصونو په توګه په ګوته کړي او راپور یې په منظمه توګه په ۵ مرحلو کې ترلاسه شو. تر ټولو مهمې موندنې په بېړنۍ او منظمه توګه د رایې اچونې په وخت کې د ټاکنو کمیسیون له مسوولانو سره شریکې شوې.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

12/15/2019

نېټه

فیفا

خپروونکی

راپور

ډول

ټاکنی

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA