د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنو د عدالت ټینګښت د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون په روڼ، قانوني او په وخت کار پورې تړلی دی

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) د دې تر څنګ چې د ۱۳۹۸ کال د تلې د ۶مې ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه د شکایتونو منصفانه او کره پلټنې لپاره د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون هڅې هرکلی کوي، خو د دغه کمېسیون تر مخ د پرتو ننګونو په اړه اندېښنه لري. ۱۶۵۰۰ شکایتونو ته رسېدنه او پلټنه د دې تر څنګ چې د قانون د احکامو له مخې د دغه کمېسیون رڼو، کره او هراړخیزو اجرااتو ته اړتیا لري، په عین حال کې لا زیات وخت هم غواړي چې دا د شکایتونو ولایتي کمېسیونونو په تېره بیا په هغو ولایتونو کې چې د شکایتونو شمېر ډېر دی، د لومړنیو پلټنو او کار پر وړاندې یوه جدي ننګونه شمېرل کېږي. د فیفا په باور د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کافي فرصت درلود چې تر رایې اچونې وروسته او د ټاکنو لومړنیو پایلو تر اعلان مخکې پړاوونو کې د ستونزو په پام کې نیولو سره د ولایتونو په کچه شکایتونو ته د رسېدنې لپاره چمتووالی ونیسي او ظرفیتونه تنظیم کړي او پر پلان او تدابیرو یې باید داسې تمرکز کړی وای چې د ټاکنو قانون په ۹۱یمه ماده کې د په ګوته شوي وخت سره سم د دغه کمېسیون د ولایتي دفترونو په کچه شکایتونو ته د رسېدنې لپاره لار هواره شوې وای. خو داسې ښکاري چې له یوې خوا په کابل کې د شکایتونو ثبت او له بلې خوا د ځینو نیمګړتیاو شتون به د پروسې د اوږدېدو لامل شي. فیفا همدا راز په هلمند ولایت کې د شکایتونو د کمېسیون د ولایتي کمېشنرانو پر نه شتون هم نیوکه کوي. دغو کمېشنرانو باید د لومړنیو پایلو په اړه د شکایتونو د ثبت له پیل څخه په ولایتي دفتر کې شتون درلودی، خو د دوی نه شتون د دې لامل شو چې په هلمند ولایت کې د دغه کمېسیون کارونه د وخت له مخې چې قانون محدود کړی، اغېزمن شي او وخت ضایع شي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید تر اوسه د شکایتونو د ډول او د ټاکنو پر پایلو یې د اغېزې، تفکیک بندي او عدلي اړتیاو په اړه کره معلومات وړاندې کړي وای، خو له بده مرغه داسې ښکاري چې دغه کمېسیون تر اوسه نه دی توانېدلی چې خلکو او ښکېلو خواو ته لازم معلومات وړاندې کړي. فیفا په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفترونو د کارکوونکو او په مرکزي دفتر کې د معلوماتو د درجولو ۱۱۷۸ کارکوونکو د تړون پای ته رسېدو څخه چې کولی شي په بیاشمېرنه او تفتیش کې د شکایتونو کمېسیون سره ملتیا او همکاري وکړي، هم اندېښمنه ده. که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغو کارکوونکو د تړون د تمدید لپاره له مالیې وزارت څخه بودجه غوښتې، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغې غوښتنې په اړه د تصمیم نیولو د پروسې اوږدېدو او پر تفتیش او بیاشمېرنې یې له اغېزو څخه اندېښمنه ده.

نور جزئیات


1/1/2020

نېټه

فیفا

خپروونکی

خبرپاڼه

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA