د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د بدخشان ټاون هال

افغانستان دازادو او عادلانه ټاکنو موسیسي (فیفا) په 2016/8/2 مه دفراه په مرکز کې د ګردې میز (ټاون هال) ترعنوان لاندي غونډه ترسره کړه. د غونډې موخه په سمنګانو ولایت کې د مشرانو جرګې،ولایتي شورا او مدني ټولنې له استازو سره د دغه ولایت د ځینو ستونزو دحل په اړه د بحث او نظر شریکولو زمینه برابرول، د ځواب ورکونې د اصل پیاوړتیا ،د پارلمان او خلکو ترمنځ د باور زیاتوالی و. په دی غونډه کې په مشرانو جرګه د استازو سربیره د بدخشان والي د ښځو چارو ریسه ، دسولې دشورا ریس ، د علماو دشورا رییس او یوشمیر نورو محلي چارواکو هم ګډون کړی و. د بحث ټکې : 1 . په بدخشان کې ناامني 2 . د ښځو په وړاندي تاوتریخوالی 1 / په تیرو وختونو کې بدخشان یو له پور امن ولایتونو څخه و ولي په دې ورستیو کلونو کې یې امنیت خراب شوی او د بدخشان په شپږو ولسوالیو کې ددولت پرخلاف وسله وال فعالیتونه ترسره کیږي. د بدخشان د ناامنیو په اړه د دغه ځای د اوسیدونکو اندښینه مخ په زیاتیدو ده نو فیفا لازمه وګڼله چې دغه موضوع په مشرانو جرګه کې ددغه ولایت له سناتور ګلالۍ اکبرې سره دیوه بحث په شکل کې مطرح کړي ترڅو د بدخشان امنیت ته د حکومت پاملرنه راواړول شې. د بحث په پیل کې د بدخشان د ښځو د چارو رییسې زیفنون ناطقې وویل، په بدخشان کې د ښځو پروړاندې پرتې ستونزې زیاتې دي خو دوی کوشش کوې چې پروخت د ښځو ستونزو ته دحل لاره پیدا کړي. زیفون وایي، په بدخشان ولایت کې ښځو ته په سیاسي تصمیم نیونه کې هیڅ ونډه نه ورکول کیږي او دغه راز مناسب کاري چاپیریال نلري. په وینا یې ، ناامنیې هم د ښځو پروړاندې یوه عمده ستونزه ده ترڅو چې د بدخشان ولایت امنیت ښه شوی نه وې ترهغې به په دې ولایت کې میرمنې له ډار او ګواښ سره مخ وې.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

8/28/2016

نېټه

50

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

بدخشان

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA