د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د فراه ټاون هال

افغانستان دازادو او عادلانه ټاکنو موسیسي (فیفا) په 2016/8/2 مه دفراه په مرکز کې د ګردې میز (ټاون هال) ترعنوان لاندي غونډه ترسره کړه. د غونډې موخه په فراه ولایت کې د ولسي جرګې،ولایتي شورا او مدني ټولنې له استازو سره د دغه ولایت د ځینو ستونزو دحل په اړه د بحث او نظر شریکولو زمینه برابرول، د ځواب ورکونې د اصل پیاوړتیا ،د پارلمان او خلکو ترمنځ د باور زیاتوالی و. په دی غونډه کې په ولسي جرګه کې دفراه د خلکو استازي،موسی خان نصرت ترڅنګ دولایتي شورا غړو هریو : دولایتي شورا رییس الحاج فرید بختیار ، حاجي عبدالصمد صالح او اغلې جمیله امینې هم ګډون کړی و، په ټولیزد ډول د ګډونوالو شمیر ۸۰ تنه و. د بحث ټکې : 1 . په فراه کې د بریښنا نشتون 2 . د ابو بند جوړول 3 . د فراه په پوهنتون کې د پوهنځیو زیاتوالی د بحث په پیل کې دولایتي شورا رییس حاجي فرید بختیار وویل، په فراه کې د بریښنا نشتون په دې ولایت کې اصلي ستونزه ګڼل کیږي او دحل په موخه یې ولایتي شورا په مسلسله توګه د بریښنا له رییس سره کتلي دي . دغه راز یې فراه د بریښنا رالیږد په موخه په کابل کې د بریښنا له وزیر او اجراییه ریس سره شپږ ځل کتنه کړې او هر ځل یې راته اطمینان راکړی ولي تراوسه د فراه د بریښنا ستونزه پرځای پاتې ده . فرید وایې، چې حکومت د فراه د بریښنا کوټ د امنیت له تامین څخه ویره لرې ولسوونه تیار دې چې د فراه د بریښنا کوټ امنیت تامین کړې. د بحث پرمهال د ولایتي شورا غړي عبدالصمد صالح وویل، د یوه قومي مشر په توګه مې د بریښنا د ستونزې دحل لپاره زیاتې هڅې کړې دي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

8/2/2016

نېټه

80

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

فراه

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA