د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش اداره: الکترونیکي تذکرې ټاکنو کې د ۹۰ سلنه درغلۍ مخه نیس

کابل- د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ټاکنیزو اصلاحاتو له کاري ډلې سره د عدالت غوښتنې ګډو غونډو په دوام کې خپله یوولسمه غونډه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش ادارې له مشر همایون محتاط او د دې ادارې مسلکي مرستیال ګل محمد احمدزي سره جوړه کړه. په دې غونډه کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې د بنسټونو استازو او رسنیو ګډون درلود. لومړی د فیفا د پروګرامونو مسوول محمد نعیم اصغري او د رسنیو مسوول حسیب معترف د ټاکنیزو اصلاحاتو د ارزښت، د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د فیفا او د ګډې کاري ډلې د هڅو او د راتلونکو ټاکنو په تېره بیا د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو د روڼتیا او سلامتیا په ټینګښت کې د برېښنایي پېژندپاڼو د اهمیت او رول په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل او له دې ادارې څخه یې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش ملي بهیر د وروستیو پرمختګونو په هکله د معلوماتو غوښتنه وکړه. د کورنیو چارو وزارت د برېښنایي پېژندپاڼو د ادارې تخنیکي مشر ګل رحمان احمدزي له فیفا او د عدالت غوښتنې د ډلې له غړو څخه په مننې د فیفا او د ډلې دا هڅې یو نېک ګام وباله. نوموړي د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو د ژر تر ژره پیلېدو په برخه کې د مدني ټولنې د بنسټونو او سیاسي ګوندونو د هراړخیز ملاتړ غوښتنه وکړه. د ښاغلي احمدزي په وینا برېښنایي پېژندپاڼې د برېښنایي حکومتولۍ په چارو کې خورا مهم بنسټ دی. هغه د ډلې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش اداره څومره کولای شي د ټاکنو په روڼتیا او سلامتیا کې رول ولوبوي، وویل: :"د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش اداره د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو په هکله کومه تخنیکي ستونزه نه لري او کولای شي چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د رایې ورکوونکو نوملړ په دقیق ډول د رایې مرکزونو په تفکیک سره د ټاکنو کمیسیون ته ورکړي." خو ښاغلي احمدزي وویل چې نشي کولای د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر پیل او بشپړ کړي، نو ځکه د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې هېڅ ډول همکاري نشي کولای. نوموړي وویل چې که چېرې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش په لار کې (سیاسي) ستونزه هواره شي، دوی بشپړ تیاری لري ترڅو ژر تر ژره د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر د شته اسانتیاو له مخې پیل کړي.

نور جزئیات


12/28/2015

نېټه

10

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA