په فراه والیت کې د محصلینو د غونډې رپورټ
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه )فیفا( له تیرو دریو کلونو څخه له ملي شورا )ولسي جرګه ،مشرانوجرګه( څخه په منظمه توګه لیدنه کوې. فیفا د ملي شورا څخه د مشاهدې ترڅنګ په ولایتونو کې د وکیل او محصلینو ترمنځ ناسته ترتیبه وې ددغه غونډو موخه د وکیل او و محصل ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د ځوانانو د ستونزو د حل لارې چارې لټول دي. په دې ناستو کې ځوانان په ټاکنو کې ګډون ته هڅول کیږي ترڅو خپل سیاسي زعامت په ټاکنو کې برخه واخلي . په دغه ناسته کې د فراه د خلکو استازي محترم موسی خان نصرت په خپلو خبرو په پیل کې د فیفا له موسسې څخه مننه وکړه چې دغه ناسته یې ترتیب کړې ده او دوی ته یې فرصت برابر کړی چې له ځوانانو سره له نزدې وګوري . په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي موسی خان نصرت په خپلو خبرو کې د پارلمان په جوړښت او د مقننه قوې پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړي. نوموړي وویل، دولت له دریو قواو جوړدی ۱ - اجرایه قوه ، چې حکومت دی ۲ - قضایه قوه چې ستره محکمه ده ۳ - مقننه قوه چې ملي شورا ده . په مجموع کې ددغه دریواړو قواو ته دولت وایي. نصرت وایې، ولسي جرګه ۱۵ کمیسیونونه لري او هریو یې ځانته رییس ،مرستیال او منشي لري،په کمیسیون کې د حکومت لخوا پر راستول شویو قانونې طرحو بحث کیږي او له بحث وروسته دولسي جرګې عمومي غونډې د تاید او رد لپاره وړاندي کیږي ، موافق شین کارت ، مخالف سور کارت او ممتنیع سپین کارت دی. کله چې کومه قانونې طرحه د ولسي جرګې لخوا تاید شي هغه بیا قانون بلل کیږي . د وکیل صیب د معلوماتو ترمخه د ولسي جرګې عمومي غړي ۲۴۹ تنه دی ولي اوس یې ټول غړي ۲۴۴ تنه دي . موسی خان نصرت، په خپلو خبرو کې د یو وکیل دندې او مسولیتونه په ګوته کړل او زیاته یې کړه ، چې د اساسي قانون پراساس یو وکیل دري عمده دندې لري .
فیفا
• د ولسی جرګی استازی • محصلینو
بشپړ رپوټ
8/1/2016
50
1 ورځ
فراه
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA