د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ولسي جرګې د اوولسم دور پېژندپاڼه

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فيفا) په ملي شورا کې د څارنې ماموریت لري چې د دې څارنې له مخې فیفا د افغانستان له پارلمان سره نږدي همکاري کوي. د څارنې په دغه چوکاټ کې فیفا د خلکو او پارلمان د پوهاوي په موخه د خپلې مشاهدې موندنې له خلکو سره شریکوي. فیفا د خپلې مشاهدې پر بنسټ هڅې کوي چې په ملي شورا کې د روڼتیا او ځواب ویلو کچه لوړه کړي. «د ملي شورا د اوولسمې دورې د وکیلانو پېژنپاڼه» جوړول، د فیفا بل هغه فعالیت دی چې غواړي د ملي شورا نوې اوولسمه دوره د افغانستان خلکو ته ور وپېژني. د دې پېژند پاڼې ټول معلومات د یوې سروې له مخې چې د روان کال (۱۳۹۸) د غبرګولي په میاشت کې ترسره شوه، راټول شوي دي. په دغه سروې کې د ملي شورا له ۲۵۰ غړیو له ډلې له ۲۴۰ وکیلانو سره مرکې ترسره شوي دي، ترڅو لوستونکو ته د هر غړي یو روښانه تصویر وړاندې شي. د دغه سروې معلومات په لاندې ډول کټګوري شوي دي: جنسیتي انډول د ولسي جرګې د غړو تر یو پر درېیمې برخې څخه لږ یې ښځې دي. د فیفا د موندنو پر بنسټ د جرګې ۲۷.۷ سلنه غړې ښځې دي چې ټول ۶۵ کسان کېږي. د جرګې نور غړي (۷۲.۸ سلنه) نرینه دي چې ۱۷۳ کسان کېږي. د استازیتوب شالید په دغه مرکه کې مو له وکی انو څخه د دوی د استازیتوب د شالید په هکله وپوښتل. د مي شورا د اوولسم دور ۳۷ سلنه غړو په شپاړسم دور کې هم د دغې جرګې غړیتوب درلود او په پارلماني ټاکنو کې یې بیا جرګې ته لار ومونده. له دغو څخه ۲.۱ سلنه هم مخکې سناتوران وو او ۹.۴ سلنه نور یې د ولایتي شوراګانو غړیتوب درلود. د جرګې ۲۵ سلنه غړي هم په پنځلسم دور کې د غړیتوب تجربه لري. عمر د ولسي جرګې د اوولسم دور د وکیلانو عمر د ۲۵ تر ۶۸ کلونو تر منځ دی. له ټولو وکیلانو څخه یو کسان یې یوازې ۲۵ کلونه لري (د جرګې د غړیتوب د نوماند لپاره تر ټولو ټیټ عمر) او د جرګې تر ټولو لوړ عمر لرونکی غړی ۶۸ کلن دی. د جرګې په دغه دور کې د وکیلانو د عمر منځالی (اوسط) ۳۷ کاله دی.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

10/16/2019

نېټه

فیفا

خپروونکی

پېژندپاڼه

ډول

پارلمانی مشاهدي

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA