د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د شکایتونو کمېسیون تصمیمونه، په پلي کېدو کې یې د قاطعیت او روڼتیا اهمیت او د وخت عامل

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د تصمیمونو له اعلانېدو سره نن د ټاکنیزو شکایتونو پلټنه نوي پړاو ته ورسېده. فیفا د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د هڅو هرکلی کوي چې د عدالت ټینګښت لپاره یې د بېپرېتوب او خپلواکي په ساتلو سره ترسره کړي او هیلمنه ده چې د مهمو شکایتونو د پلټنې میکانیزم د قانون په رڼا کې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په نږدې همکارۍ او د رڼو کړنو له لارې ژر تر ژره پلی شي. د ټاکنو د پروسې تر حده زیات اوږدېدل د هېواد په سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو برخو کې د جدي ستونزې او ګډوډیو لامل شوی او د هېواد خلک او راتلونکی یې له تر ټولو ډېر زیان سره مخامخ کړي دي. تمه ده چه د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولین او ټاکنیز شریکان د هېواد روان وضعیت او ستونزې په پام کې ونیسي او د همکارۍ روحیې په ساتلو کې په پرېکنده توګه او په کلکه د دغې پروسې پای ته رسولو لپاره هڅې او همکارۍ لا زیاتې کړي. تمه وه چې نن د شکایتونو کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو په اړه د خپلو پلټنو او تصمیمونو پایلې نهایي او اعلان کړي، خو د وړاندې شویو معلوماتو څخه داسې ښکاري چې پروسه به لا پسې اوږده شي. بیا هم، هیله ده چې وروستي تصمیمونه د ټاکنډلو له احتمالي فشارونو څخه پرته نیول شوي وي او له فشار څخه د تېښتې له کبله نه وي. د یاد کمېسیون نوی دریځ، د شکمنو رایو د پلټنې لپاره په یوه متفاوت میکانیزم او په پام کې نیول شویو فیصدیو کې د پوښتنې وړ توپیرونه له ځان سره لري چې لا زیات وضاحت او رڼا اچولو ته اړتیا لري. همدا راز د شکایتونو کمېسیون اړتیا لري چې د پېچلتیاو په پام کې نیولو سره د خپلو تصمیمونو د پلي کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي او تر شونې بریده وړاندوینه وکړي او د هغه له مخې د خپلو تصمیمونو د پلي کولو لپاره لازم میکانیزمونه په پام کې ونیسي. تېرو تجربو ښودلې چې دغه حساس پړاو له ترخو پېښو سره مل وي، نو باید زده کړه ترې وشي. همدارنګه، تمه کېده چې د هغو شکایتونو په اړه وضاحت ورکړل شي چې د کمېسیون ولایتي دفترونو په مټ طی مراحل شوي او باید په مرکز کې پلټل شوي وای (استینافي)، او همدارنګه د هغو شکایتونو د پلټنې د څرنګوالي په اړه هم وضاحت ورکړل شي چې د کمېسیون په نننیو اعلان شویو کټګوریو کې نه شاملېږي. اغېزناکه او هراړخیزه اطلاع رسونه له کلیدي اړتیاو، د ټاکنو د روڼتیا او مشروعیت د ټینګښت او له ټاکنیزو کمېسیونونو څخه د هېواد د خلکو له جدي تمو او غوښتنو څخه ده.

نور جزئیات


2/5/2020

نېټه

فیفا

خپروونکی

خبرپاڼه

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA