د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د حج او اوقافو له وزیر سره د ټاکنیزو اصلاحاتو د کاري ډلې غونډه

کابل – د ټاکنیزو اصلاحاتو د عدالت غوښتنې ډلې د ټاکنیزو اصلاحاتو د بنسټي اصولو د اعلامیې لپاره د عدالت غوښتنې خپله نهمه غونډه د حج او اوقافو له وزیر ښاغلي استاد فیض محمد عثماني سره جوړه کړه. په دې غونډه کې چې د حج او اوقافو په وزارت کې جوړه شوې وه، د فیفا د ټاکنو د برخې مسوول رحمت الله صالحي د ډلې له معرفي کولو څخه وروسته د یاد وزارت له مشرتابه پلاوي څخه مننه وکړه چې دې غونډې ته یې لار هواره کړه او تر څنګ یې د فیفا، د ټاکنیزو اصلاحاتو ګډې کاري ډلې او د عدالت غوښتنې د غونډو د موخو په هکله معلومات وړاندې کړل. نوموړي په ټاکنو کې د ګډون لپاره د خلکو پوهاوي او له ټاکنیزو درغلیو او سرغړونو څخه د ډډه کولو او د رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې د مسوولیت ادا کولو په برخه کې د حج او اوقافو وزارت رول مهم وګاڼه. ورپسې د ډلې غړو هر یوه د رسنیو په همکارۍ د دغه وزارت لخوا د پوهاوي ورکولو د پروګرامونو، د ټاکنو او نظام په هکله د جوماتونو د ملاامامانو د ځینو ویجاړوونکو فعالیتونو د مخنیوي پروګرامونو او د ښځو سیاسي ګډون په اړوند د پوهاوي ورکولو د پروګرامونو په هکله وړاندیزونه وکړل او غوښتنه یې کړه ترڅو د یادو موضوعاتو په تړاو د دغه وزارت پروګرامونه څرګند کړي. ښاغلي عثماني په هېواد کې د سیاسي ټیګاو لپاره د ټاکنو مهم ګڼلو تر څنګ د ټاکنو د څارنې او د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د فیفا له فعالیتونو څخه ستاینه وکړه. نوموړي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د استراتیژیکو مطالعو، تدقیق او ارشاد په برخو کې د پرمختګونو یادونه وکړه او ویې ویل:"د جوماتونو او منبرونو معیاري کولو لپاره کار پیل شوی دی. اوس مهال په دغه بنسټ کې د علماو کمېټه جوړه شوې چې د کابل ښار د جوماتونو د جمعې ورځې د خطبې موضوعات ولیکي او د جوماتونو خطیبانو ته یې ورکړي. ټاکنیز بنسټونه او د ټاکنو څارونکي بنسټونه کولای شي له یادې کمېټې سره اړیکه ونیسي او خپل موضوعات علماو ته د رسولو لپاره د هغو په لاس کې ورکړي. دغه وزارت کولای شي د تاسو پیغامونه د هېواد تر لرې پرتو سیمو ته ورسوي."

نور جزئیات


12/3/2015

نېټه

20

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA