د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان او تر هغه وروسته تګلوری

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وتوانېد چې تر شاوخوا پنځه میاشتني ځنډ وروسته د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي. تمه کېده چې د ټاکنو وروستۍ پایلې د ټولو ټاکنډلو د منلو وړ وګرځي، خو له بده مرغه ولیدل شول چې د رایې اچونې له ورځې وروسته پړاو کې د څو میاشتني ځنډ سربېره لا هم د ټاکنیزو کمېسیونونو اجراات د ټولو ټاکنډلو د باور وړ ونه ګرځېدل. سره له دې چې فیفا د رایې اچونې له ورځې وروسته پړاوونو د پروسس او بشپړېدو لپاره د څو میاشتني ځنډ او د ټاکنیز مهالوېش له پامه غورځېدو څخه په پرله پسې توګه اندېښنه څرګنده کړه، خو له بلې خوا یې هغه د ټاکنیزو کمېسیونونو لپاره یو مناسب فرصت وګاڼه چې وتوانېږي د ټاکنو د روڼتیا ټینګښت او د اعتبار ساتلو په برخه کې او همدارنګه د ټولو ټاکنډلو د باور ترلاسه کولو او په تېره بیا د ټاکنو وروستیو پایلو د منلو په برخه کې لا زیات کار وکړي. خو له بده مرغه ولیدل شول چې د ټاکنیزو کمېسیونونو کړنې د دې تر څنګ چې د ټاکنو د پروسې اوږدېدو لامل شوې، په عین وخت کې ونه توانېدل چې د ټاکنو د وروستیو پایلو منلو لپاره د ټولو ټاکنډلو باور ترلاسه کړي. فیفا د ټاکنو په برخه کې د یوه فعال او همکار بنسټ په توګه په پرله پسې ډول له ټاکنیزو کمېسیونونو څخه وغوښتل چې په همغږۍ سره کار وکړي ترڅو د ټاکنو د پایلو د منلو کچه لوړه شي او همدارنګه د کار پایله یې د دغو دوه معتبرو بنسټونو پر اجرااتو او هم پر پروسې د باور روحیې د پیاوړتیا لامل شي. خو د لومړنیو پایلو په اړه شکایتونو ته د رسېدنې وروسته پړاو کې د دواړو کمېسیونونو د کار میتود او یو بل سره د مخالفت فضا رامنځته کېدل د دې لامل شو چې په پروسه کې ښکېل سیاسي اړخونه لا پسې حساس شي او د دغو دواړو کمېسیونونو د کار د پایلې په اړه شک او ګومان ولري. که څه هم د ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلانېدو سره د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو موضوع پای ته رسېدلې شمېرل کېږي، خو د ټاکنډلو متفاوتو غبرګونونو او سیاسي کړکېچ څخه د وېرې له کبله د افغانستان خلک د ځان او د هېواد راتلونکي ته اندېښمن دي. د فیفا په باور په دغه وضعیت کې د باور وړ د ملي او نړیوالو شخصیتونو او مخورو رادانګلو ته اړتیا ده ترڅو د سیاسي رهبرانو او ډلو تر منځ خبرو اترو او هوکړې ته لار هواره کړي او په هېواد کې د سیاسي بحران رامنځته کېدو مخه ونیسي. د افغانستان خلک په دغه پړاو کې ارامۍ، سولې او ټیکاو ته لا زیاته اړتیا لري چې دا د هېواد د سیاسي مشرانو مسوولیت دی چې د خلکو دغه حیاتي اړتیا پوره کړي.

نور جزئیات


2/19/2020

نېټه

فیفا

خپروونکی

خبرپاڼه

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA