د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د سولې پروسې په بین الافغاني ناستو کې د ښځو د معنا لرونکي ګډون د طرحې نهایي

فیفا د خپلو مخکنیو غونډو په لړ کې د سولې پروسې او په بین الافغاني ناستو کې د ښځو د رول او دریځ د کمرنګوالي په هکله غونډه جوړه کړه. په دغه غونډه کې د فیفا د حقونو غوښتونکې غړو سربېره د ښځو د حقونو فعالینو او د مدني ټولنې استازو چې شمېر یې ۱۱ کسانو ته رسېده، ګډون کړی وو. په دغه غونډه کې د فیفا غړو د سولې په پروسه کې د ښځو د معنا لرونکي شتون په هکله د وړاندیزي طرحې پر نهایي کولو کار وکړ چې د سرو کرښو تعینول او په اجنډا کې یې شاملول، د افغانستان حکومت (د ښځو چارو وزارت، د سولې وزارت، د سولې عالي شورا)، سیاستوالو او مخالفو ډلو ته د وړاندیزونو وړاندې کول پکې شامل وو. د بین الافغاني ناستو په اجنډا کې د ښځو لپاره د وخت نه په پام کې نیول او له بلې خوا د دغو استازو له لوري د مشخصې اجنډا نه شتون او له دغو غونډو څخه تر راستنېدو وروسته ځواب نه ویل هغه اندېښنې وې چې دې ډلې پرې ټینګار درلود. نو د فیفا په لومړي ګام کې د هغو لاسته راوړنو او مواردو یادونه وکړه چې د سرو کرښو په توګه پېژندل شوي او په هېڅ ډول تیار نه دي چې د سولې د خبرو قرباني شي. دوی ټینګار وکړ چې (هغه موارد چې په اساسي قانون کې شامل دي لکه د زده کړې حق، د کار حق، د ټاکل کېدو حق او د ټاکلو حق، د سولییزو غونډو جوړولو حق، د بیان ازادي حق، مثبت تبعیض او په ولسي جرګه، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې وړاندوینه شوې ونډه)، د هېواد په سیاسي پروسه کې د ښځو نسبي ګډون ټینګښت، په مرکز او کلیو او بانډو کې د ښځو د پوهاوي کچې لوړېدل، په پالیسیو کې د ښځو د حقونو تضمین او په ټوله کې د ښځو د اتلس کلنو لاسته راوړنو ساتنه چې د افغان ښځو نه ستړې کېدونکو هڅو او مبارزو پایله ده، د افغان ښځو لپاره سرې کرښې دي او په هېڅ ډول حاضر نه دي چې دغه لاسته راوړنې د سولې د مذاکرو قرباني شي. نو دوی له افغان حکومت څخه وغوښتل چې په بین الافغاني ناستو کې یاد موارد په خپلې اجنډا کې شامل نه کړي. له بلې خوا د سولې په ناستو کې د ښځو د رښتیني استازیتوب نشتوالی او سمبولیک ګډون نور موارد وو چې د دغې ډلې غړو ورباندې کلکه نیوکه وکړه. نو دغه ډله د یادې ستونزې د هواري لپاره په بین الافغاني ناستو کې د ګډون لپاره د فعالو او نخبه ښځو د نوملړ چمتو کولو نوښت په غاړه اخیستی او په خپله غونډه کې د ښځو د نوملړ چمتو کولو پر څرنګوالي، د شاخصونو او معیارونو پر تعینولو، د نوملړ لپاره د عدالت غوښتنې د میکانیزم تعینولو او د فرصتونو او ګامونو په اړه کار کوي چې یاد نوملړ د خپلو وړاندیزونو سره ضمیمه کړي. او له بلې خوا دغه ډله یوازې د نوملړ په چمتو کولو اکتفا نه کوي بلکې وړاندیز یې وکړ چې یاد نوملړ له ښکېلو بنسټونو سره شریک شي او بیا پر حکومت د زور اچولو لپاره د عدالت غوښتنې غونډو جوړول چې له دغه نوملړ څخه ګټه واخلي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

1/23/2020

نېټه

11

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA