د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د فیفا غونډه له ځوانانو سره د سولې پروسې په هکله

فیفا د افغانستان سولې پروسې په اړه د لیدلورو، اندېښنو او نظرونو ترلاسه کولو په موخه په کابل کې له ځوانانو سره غونډه جوړه کړه. دغه غونډه ۲۰۲۰ د جنوري په ۲۰مه د فیفا مرکزي دفتر د کنفرانسونو په صالون کې جوړه شوه او د ځوانانو ۱۰ استازو پکې ګډون کړی وو. غونډه د قران مجید د څو آیتونو په تلاوت او اجنډا په تشرېح کولو سره پیل شوه. ورپسې د فیفا د ټاکنو د برخې مسوول محمد امېد نورزي د سولې په اړه د فیفا د ولایتي مشورتي غونډو په هکله معلومات وړاندې کړل. بیا له ګډنوالو وغوښتل شول چې د سولې پروسې په لار کې د شته فرصتونو، ننګونو، خنډونو او اوسني وضعیت په هکله خپل لیدلوری بیان کړي او همدا راز د بین الافغاني سولې د خبرو اترو د پيل لپاره د لازم چمتووالي، د امریکا دولت او طالبانو تر منځ د هوکړه لیک د لاسلیک احتمال او د بین الافغاني خبرو اترو پر پروسې یې د اغېزو او د بین الافغاني خبرو اترو په پروسې باندې د ټاکنو د پایلو اغېزو په هکله خبر نظرونه بیان کړي. همدارنګه د غونډې له ګډونوالو وغوښتل شول چې د ملي اجماع د رامنځته کېدو د څرنګوالي او د سولې د خبرو اترو د مخ ته وړلو لپاره د نظر یووالي، د حکومت له ادرسه د خبرو کوونکي پلاوي جوړېدو، حقوقي سرې کرښې چې باید د سولې د خبرو اترو قرباني نه شي او همدا راز د بین الافغاني سولې په خبرو اترو کې د نړیوالې ټولنې د مرستې او رول او عمومي بښنې اعلان او یا د انتقالي عدالت پلي کولو په هکله خپل نظرونه وړاندې کړي. ورپسې د غونډې ګډونوالو د یادو پوښتنو په اړه خپل لیدلوري بیان کړل او زیاته یې کړه چې د افغانستان ښاروندان په تېره بیا ځوانان له جګړې زیانمن دي نو د هېواد ځوانان د سراسري سولې د ټینګښت او د جګړې پای ته رسېدو غوښتونکي دي. ګډونوالو زیاته کړه چې په هېواد کې د جګړې د درېدو او د سولې ټینګښت لپاره د خلکو ملاتړ، د سولې خبرو د پیل لپاره د طالبانو انګېزه او لېوالتیا او د افغان حکومت او طالبانو د سولې د خبرو پروسې څخه د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ملاتړ په هېواد کې تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره تر ټولو غوره فرصت دی. په ورته وخت کې، ګډونوالو د سولې پروسې تر مخ د پرتو ننګونو په اړه خپل نظر څرګند کړ او یادونه یې وکړه چې د سولې په پروسه کې د افغان حکومت او سیاسي ګوندونو د یوه دریځ نشتوالی، د حکومت، سیاسي ګوندونو او مشرانو له خوا د هېواد ملي ګټو ته لومړیتوب نه ورکول یوه مهمه ننګونه ده.

نور جزئیات


1/20/2020

نېټه

10

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA