د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د فیفا غونډه له سیاسي ګوندونو او علما سره د سولې پروسې په هکله

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د افغانستان د سولې پروسې په اړه د لیدلورو، اندېښنو او نظر شریکولو په موخه له سیاسي ګوندونو او علماو سره په کابل کې غونډه جوړه کړه. دغه غونډه د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۵مه د فیفا مرکزي دفتر د کنفرانسونو په صالون کې جوړه شوه چې ۱۵ کسانو پکې ګدون درلود. غونډه د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت او اجنډا په تشرېح سره پیل شوه. ورپسې د فیفا د ټاکنو د برخې مسوول محمد امید نورزي د سولې په هکله د فیفا د ولایتي مشورتي غونډو په هکله معلومات ورکړل او د ولایتي غونډو موندنې او وړاندیزونه یې له ګډونوالو سره شریک کړل. ورپسې له اجنډا سره سم له ګډونوالو وغوښتل شول چې د سولې پروسې تر مخ د ننګونو، خنډونو او فرصتونو په هکله خپل لیدلوری څرګند کړي او د سولې بین الافغاني خبرو اترو د پیل، د امریکا دولت او طالبانو تر منځ د هوکړه لیک لاسلیک احتمال او پر بین الافغاني خبرو اترو یې د اغېزو په اړه خپل نظرونه شریک کړي. همدارنګه له ګډونوالو وغوښتل شول چې د ملي اجماع رامنځته کېدو او د سولې خبرو اترو مخ ته وړلو لپاره د نظر یووالي، د حکومت له ادرسه د خبرو کوونکي پلاوي جوړښت، سرو کرښو چې باید د سولې د خبرو قرباني نه شي او همدارنګه د بین الافغاني سولې په خبرو اترو کې د نړیوالې ټولنې د رول په اړه خپل نظر څرګند کړي. ورپسې د غونډې ګډونوالو سوله د افغانستان د خلکو لپاره یوه بنسټیزه اړتیا وګڼله او زیاته یې کړه:"افغانستان له تېرو څلوېښت کلونو راپدې خوا په جګړې او ناامنیو کې ښکېل دی. د افغانستان خلک له جګړې ستړي شوي او سوله غواړي." د غونډې ګډونوالو د سولې په اړه د افغان حکومت او سیاستوالو له خوا د سیاسي ارادې نشتوالي په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د سیمې هېوادونو له لوري د طالبانو مالي تمویلول او د سولې په هکله د روښانه ستراتېژۍ نشتوالی د افغانستان د سولې پروسې تر مخ له مهمو ننګونو څخه دي. د غونډې ګډونوالو په حکومت غږ وکړ چې د سولې پروسې له انحصارولو ډډه وکړي او د افغانستان د سولې پروسې په تړاو د ملي اجماع رامنځته کولو په برخه کې هڅه وکړي. ګډونوالو څرګنده کړه چې د سولې په پروسه کې د ټولو اغېز لرونکو خواو نه ښکېلتیا کېدی شي چې د دغې پروسې د ناکامېدو یا لږ تر لږه تر مخ یې د ننګونې رامنځته کېدو لامل شي، نو ښه ده چې حکومت د سولې په پروسه کې د ټولو خواو ګډون ته لار هواره کړي. د غونډې ګډونوالو د افغانستان حکومت له خوا د خبرو اترو کوونکي پلاوي د جوړښت په اړه وویل چې د پلاوي په جوړښت کې باید د ټولنې د ټولو برخو استازي شامل وي او زیاته یې کړه چې استازي باید د مشخصو معیارونو پر بنسټ وټاکل شي. د سیاسي ګوندونو او علماو ټینګار وکړ چې پلاوی باید د سولې په خبرو اترو کې ملي ګټې په پام کې ونیسي او وړاندیز یې وکړ چې د پلاوي غړي باید ټول فردي سلیقې او ډلییزې او یا ګوندي ګټې څنګ ته پرېږدي او د افغانستان ملي لویو ګټو ته پام وکړي. د افغانستان سیاسي ګوندونه پر داسې یوه میکانیزم ټینګار کوي چې پر بنسټ یې پر مذاکره کوونکي پلاوي د فشار یا نفوذ مخنیوی وکړي او ډاډ ترلاسه شي چې مذاکره کوونکي پلاوی د حکومت او یا لویو سیاسي کړیو تر فشار لاندې نه راځي.

نور جزئیات


1/15/2020

نېټه

15

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA