د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د سولې په بین الافغاني ناستو کې د ښځو رول او دریځ

د فیفا د ښځو او ځوانانو برخې د خپلو غونډو په لړ کې دا ځل په بین الافغاني ناستو کې د ښځو د رول او دریځ کمرنګوالي په اړه یوه غونډه جوړه کړه. په دغه غونډه کې د فیفا د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د غړو سربېره د ولسي جرګې برحاله وکیلانو، د ټاکنیزو کمېسیونونو (د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون) غړو، د ښځو حقونو فعالینو او د مدني ټولنې استازو برخه اخیستې وه، چې شمېر یې شاوخوا ۱۷ کسانو ته رسېده. د غونډې اصلي موخه د سولې اړوند بین الافغاني ناستو کې د ښځو اغېزناک یا مانا لرونکي شتون په اړه هراړخیز بحث کول و. دا چې تر دې مخکې د سولې پروسې ناستو نړیواله بڼه درلوده، دې ډلې هغه مهال هم په غونډو کې د اجنډا او د ښځو رښتینو استازو د معرفي کولو څرنګوالي په اړه بحث کړی چې په نهایت کې یې د خپل کار پایلې د سولې عالي شورا او نورو اړوندو ادارو سره شریکې کړې. دا دی اوس دغو غونډو بین الافغاني بڼه غوره کړې ده. دغه ډله هوډ لري چې د سولې په پروسه کې د افغان ښځو رول او دریځ او مانا لرونکی استازیتوب، د سولې په اړه په بین الافغاني ناستو کې د بحث تمرکز، له سیاستوالو، حکومت او مخالفو ډلو څخه د افغان ښځو غوښتنې او هیلې او په ناستو او ممکنه اقداماتو کې د دوی مانا لرونکي ګډون څخه د ډاډمنتیا په اړه بحث وکړي. دې ډلې په حکومت، نړیوالې ټولنې، د مدني ټولنې بنسټونو، سیاسي ګوندونو او سیاستوالو غږ وکړ چې د ښځو اتلس کلنې لاسته راوړنې د سولې لپاره قرباني نه کړي. دوی ټینګار وکړ چې ښځ تلپاتې سوله غواړي او له بلې خوا له حکومت او په ځانګړي توګه د سولې وزارت څخه یې وغوښتل چې د سولې راوستو لپاره په اوږدمهاله ستراتېژۍ کار وکړي، ځکه چې د سولې اړوند په مخکنیو ناستو کې د افغان حکومت لخوا د یوې هراړخیزې ستراتېژۍ نشتوالی د یادو ناستو د بېپایلې پاتې کېدلو یو مهم لامل ګڼل شوی دی. نو د هېواد اساسي قانون او سیاسي نظام ته درناوی د سرې کرښې په توګه یاده شوه. په دغې ناستې د سولې په اړه په بین الافغاني ناستو کې د ښځو د مانا لرونکي شتون په اړه د ګډونوالو هراړخیز بحث دی، لکه څنګه چې ټول خبر دي د امریکا ځانګړي استازي (زلمي خلیلزاد) په مشرۍ د سولې په اړه ۹ نړیوالې ناستې وشوې، چې په دغو ناستو کې زیاتره موضوعات په نړیواله کچه مطرح شول. له دغو ناستو څخه یوه هغه چې د افغانستان حکومت استازو پکې ګډون درلود، په دې وروستیو کې په قطر کې جوړه شوه چې د ښځو په برخه کې د مشخصې اجنډا نه شتون، په ناسته کې د ښځو سمبولیک استازیتوب او د ناستو د استازو له خوا ښځو ته د ځواب نه ورکولو ته ورته ډېرې ستونزې او ننګونې د دې لامل شوې چې د ښځو تر منځ اندېښنې رامنځته کړي. نو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډله په پام کې لري چې د سولې په پروسه کې د ښځو ستونزو ته په پام سره د تېر وضعیت نیمګړتیاوې په ګوته کړي او د اساسي قانون، د هېواد په قوانینو کې د سهمیې بحث، په مشرتابه کې د ښځو شتون، له سیاسي، کلتوري او ټولنیزو مسایلو څخه د ښځو نسبي پوهاوی او د ښځو په برخه کې د وروستیو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې د سولې اړوند بین الافغاني ناستو کې په پام کې ونیول شي او هغه استازي چې د افغان ښځو استازیتوب کوي مکلف دي چې خپل پروګرامونه په ۸ زونونو کې له نخبه ښځو سره په ناستو کې ترلاسه کړي او بیا یې له افغان ښځو سره شریک کړي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

1/15/2020

نېټه

17

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA