د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


فیفا په کابل ولایت کې د سولې پروسې په هکله یوه فوکس ګروپ جوړه کړه

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د افغانستان د سولې پروسې په اړه د لیدلورو، اندېښنو او نظر شریکولو په موخه په کابل کې د ښځو حقونو له فعالینو سره غونډه جوړه کړه. دغه غونډه د ۲۰۱۹ کال د جنوري په ۸مه د فیفا مرکزي دفتر د کنفرانسونو په صالون کې جوړه شوه چې د ښځو د حقونو ۱۰ فعالینو پکې ګډون درلود. غونډه د قران مجید د څو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د فیفا موسسې د پروګرامونو مسوول نعیم اصغري د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د غونډې اجنډا او موخې هغو ته تشرېح کړې او بیا د فیفا د ټاکنو د برخې مسوول محمد امېد نورزي د سولې په هکله د دغې موسسې د ولایتي مشورتي غونډو په اړه معلومات وړاندې کړل او د کولمبیا هېواد او د اندونیزیا د آچه ایالت د جګړې او سولې پروسې د تجربې په اړه یې خبرې وکړې. د غونډې په پیل کې له ګډونوالو وغوښتل شول چې د سولې پروسې په لار کې د شته فرصتونو، ننګونو، خنډونو او اوسني وضعیت په هکله خپل لیدلوری بیان کړي او همدا راز د بین الافغاني سولې د خبرو اترو د پيل لپاره د لازم چمتووالي، د امریکا دولت او طالبانو تر منځ د هوکړه لیک د لاسلیک احتمال او د بین الافغاني خبرو اترو پر پروسې یې اغېزو او د بین الافغاني خبرو اترو په پروسې باندې د ټاکنو د پایلو اغېزو په هکله خبر نظرونه بیان کړي. همدارنګه د غونډې له ګډونوالو وغوښتل شول چې د ملي اجماع د رامنځته کېدو د څرنګوالي او د سولې د خبرو اترو د مخ ته وړلو لپاره د نظر یووالي، د حکومت له ادرسه د خبرو کوونکي پلاوي جوړېدو، حقوقي سرې کرښې چې باید د سولې د خبرو اترو قرباني نه شي او همدا راز د بین الافغاني سولې په خبرو اترو کې د نړیوالې ټولنې د مرستې او رول او عمومي بښنې اعلان او یا د انتقالي عدالت پلي کولو په هکله خپل نظرونه وړاندې کړي. ورپسې د غونډې ګډونوالو د یادو پوښتنې په اړه خپل لیدلوري بیان کړل. دوی ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک له جګړې ستړي شوي او په هېواد کې د سولې او ټیکاو غوښتونکي دي. خو ویې ویل چې د دغې پروسې د پيل او بریالیتوب ته رسولو لپاره د سیاسي ارادې نشتوالی، د سولې په اړه د افغانستان حکومت او سیاستوالو تر منځ د یوه لیدلوري او سیاسي اجماع نشتوالی، د سولې پروسې په اړه مسوولیت نه منل او د افغانستان حکومت له خوا د خبرو اترو کوونکي یوه ټولشموله او د منلو وړ پلاوي نشتوالی له خنډونو څخه وګڼل. په ورته وخت کې، د غونډې یوې ګډونوالې مېرمن پرستو یاري وویل چې د سولې ټینګښت په اړه د افغانستان د خلکو غوښتنه، د افغانستان د سولې پروسې څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ او د سولې خبرو اترو لپاره د فضا برابرېده له هغو فرصتونو څخه دي چې د سولې پروسې سره مرسته کولی شي. همدارنګه یوه بله ګډونواله مېرمن شاکره پرواني وایي چې د سولې خبرو اترو ته د طالبانو لېوالتیا او د دوی انعطاف ښودل یو لوی فرصت دی چې د افغانستان حکومت او سیاستوال باید ترې ګټه پورته کړي. نوموړې ټینګار وکړ چې تر دې وړاندې هېڅ کله په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت لپاره نړیواله اجماع نه وه رامنځته شوې په کومه پیمانه چې اوس هڅې روانې دي او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې له دغه فرصت څخه سمه ګټه پورته کړي.

نور جزئیات


1/8/2020

نېټه

10

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA