د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ښځو د ستونزو او ننګونو له پلټنې څخه د فیفا د موندنو او اندېښنو شریکول

د فیفا د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د خپلې عدالت غوښتنې وروستۍ غونډه روان زېږدیز کال د اکټوبر په 15مه د ټاکنو خپلواک کمیسیون له مشرتابه سره جوړه کړه. د دغې غونډې موخه د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ښځو (رایې اچوونکو) د ستونزو او ننګونو له پلټنې څخه د دغې ډلې د موندنو او اندېښنو شریکول، د دغه کمیسیون په مټ د ټاکنو د ورځې له ښه مدیریت څخه ستاینه، له ټاکنو خپلواک کمیسیون سره د لا زیاتې همغږۍ او اړیکو ټینګښت او د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان څرنګوالی وو. یاده غونډه د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې، مېرمن حوا علم نورستانۍ، د دغه کمیسیون د مرستیال، ښاغلي سید عصمت الله مل، د دغه کمیسیون منشي او کمېشنر، ښاغلي مسافر قوقندي، د دغه کمیسیون کمېشنر، ښاغلي محمد حنیف دانشیار، د دغه کمیسیون کمېشنرې، مېرمن رحیمه ظریفي او د دغه کمیسیون بهرنۍ کمېشنرې، مېرمن ایویلینا په ګډون په یاد کمیسیون کې د یوه ساعت لپاره جوړه شوه. په پيل کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې مېرمن حوا علم نورستانۍ د ډلې غړو ته ښه راغلاست ووایه او د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو کې یې د مدني ټولنې د بنسټونو، د څارونکو بنسټونو او په ټوله کې د خلکو رول ارزښتناک وباله. دې وویل:"موږ له نېکه مرغه هره ورځ په دې برخه کې د پرمختګ شاهد یو. اوس هم پر لومړنیو پایلو په کلکه کار روان دی ترڅو له مهالوېش سره سم د هېواد منتخب ولسمشر اعلان شي." نوموړې د فیفا د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې له ملاتړ څخه منندوینه وکړه چې په پرله پسې توګه یې له کمیسیون سره خپلې معقولې طرحې شریکې کړې دي. ورپسې د فیفا مسوول ویل چې دغه دفیفا حقونو غوښتونکي ډله د ښځو او ځوانانو د سیاسي ګډون د پیاوړتیا په برخه کې د کار او فعالیت تر څنګ رضاکارانه فعالیتونه هم ترسره کړي دي. هغې په خپلو خبرو کې وویل چې دغې ډلې هڅه کړې چې په بېلابېلو برخو کې په تېره بیا په ټاکنو کې د ښځو ګډون زیات کړي. نوموړې وویل:"موږ د نورو بنسټونو په خلاف چې تل نیوکې کوي، نن راغلي یو چې د ټاکنو د ورځې د ښه مدیریت لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه وستایو. ځکه چې د ناسمو باورونو په شتون کې مېرمنو ثابته کړه چې د مدیریت له لوړتیا څخه برخمنې دي." مېرمن آروین زیاته کړه چې په هغه بحث کې چې په دې وروستیو کې یې د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکو ډلې په غونډه کې درلوده، د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د نیمګړتیاو او تشو په ګوته کولو باندې کار وشو چې له بده مرغه جوته شوه چې د ښځو (رایې اچوونکو) ننګونې او ستونزې له مخکنیو ټاکنو سره هومره توپير نه درلود، بلکې دغه ننګونې بیاځلي شوې دي او د ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي. دې زیاته کړه:"نو د دې وخت دی چې وپوهېږو کمیسیون په دې برخه کې کوم کار کولی شي او فیفا د مدني ټولنې د یوه بنسټ په توګه په دې برخه کې څه کولی شي." دغې ډلې د کمیسیون له مشرتابه څخه وغوښتل چې د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه معلومات ورکړي چې په دې وروستیو کې یې په اړه د ټاکنیزو ټکټونو او خلکو تر منځ ډول ډول انګېرنې او ګڼګوسې راپورته شوي دي. دا چې کمیسیون به له مهالوېش سره سم پرمخ ولاړ شي او که نه، او بل دا چې د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډله د یوې عدالت غوښتونکې ډلې په توګه په دې برخه کې څه کولی شي.

نور جزئیات


10/15/2019

نېټه

16

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA