د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د مشرانو جرګې له لومړي مرستیال سره د فیفا اجراییوي مشر لیدنه

ایزدیار: مشرانو جرګه به د ټاکنیزو اصلاحاتو د تقنیني فرمان په هکله د هېواد ملي ګټو په پام کې نیولو سره پرېکړه وکړي. کابل – د فیفا اجراییوي مشر محمد یوسف رشید د روان کال د مرغومي په ۷مه نېټه د مشرانو جرګې له لومړي مرستیال ښاغلي محمد علم ایزدیار سره لیدنه وکړه او د ولسي جرګې پر مټ د ټاکنو د رد شوي تقنیني فرمان او په دې برخه کې د مشرانو جرګې د دریځ په هکله یې خبرې وکړې. د فیفا اجراییوي مشر په دې لیدنه کې لومړی د ټاکنو د اهمیت او د ټاکنیزو اصلاحاتو جدي اړتیاو په هکله څرګندونې وکړې او د ټاکنیزو اصلاحاتو د تقنیني فرمان پر وړاندې یې د ولسي جرګې کړنه د اساسي قانون او د ولس له ارادې سره په ټکر کې وبلله. نوموړي څرګنده کړه چې د اساسي قانون د ۷۹ یمې مادې له مخې حکومت اړ وو ترڅو د ولسي جرګې په رخصتیو کې توشېح شوي تقنیني فرمانونه د لومړنۍ غونډې له جوړولو وروسته د ۳۰ ورځو په اوږدو کې ملي شورا ته واستوي، خو د اساسي قانون د ۱۰۹مې مادې له مخې ولسي جرګه حق نه درلود چې د ټاکنو د قانون د تعدیل وړاندیز د تقنیني دورې په وروستي کال کې د خپل کار په اجندا کې ونیسي. خو له بده مرغه چې د ولسي جرګې غړو د قانون او ولس د ارادې په خلاف عمل وکړ او یاد فرمانونه یې د خپل کار په نوملړ کې شامل او رد کړل. ښاغلي رشید د مشرانو جرګې له غړو څخه وغوښتل چې د ټاکنو په هکله چې یو ملي بهیر دی، قانوني، مسوولانه او د هېواد د اړتیا او د ولس د غوښتنو له مخې ګام پورته کړي. د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمدعلم ایزدیار د فیفا موسسې له دغه ګام څخه ستاینه او مننه وکړه او ویې ویل چې د فیفا موسسه د ټاکنو اړوند د دولتي او نا دولتي بنسټونو تر منځ یوازېنی بنسټ دی چې مشرانو جرګې ته یې مراجعه وکړه او د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې یې خپلې اندېښنې او وړاندیزونه له دې جرګې سره شریک کړل. ښاغلي ایزدیار وویل:"زه د دې جرګې په استازیتوب د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د فیفا د کارکوونکو له هڅو او وطن دوستۍ څخه ستاینه کوم." نوموړي د رڼو ټاکنو ترسره کېدو او د ډموکراسۍ بنسټیزه کېدو لپاره ټاکنیز اصلاحات یو مهم اصل وګڼه او ټینګار یې وکړ چې مشرانو جرګه به په دې برخه کې د هېواد د ګټو په پام کې نیولو سره ګام پورته کړي.

نور جزئیات

12/28/2015

نېټه

15

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA