د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ملي شورا د کړنو د سمون لپاره د فیفا وړاندیزونه

فیفا د یوې هوکړې پر بنسټ له څو کلونو راهیسي له ملي شورا سره کار کوي چې د هوکړې پر اساس د ملي شورا له عمومي او د کمېسیون له غونډو مشاهده کوي. د دې مشاهدې پر بنسټ فیفا په بېلا بېلو برخو کې د ملي شورا ستونزې راسپړلي او د ننګونو د حل لپاره يې ځانګړې وړاندیزونه او حللارې وړاندیز کړي دي. دا وړاندیزونه او حللارې د ملي شورا د کړنلارو، د جوړښتونو اصلاح، د وکیلانو چلند، قانون جوړونه، د حکومت له کړنو څارنه، استازیتوب، د کمېسیونونو فعالیتونه، له حکومت سره تعامل، د دارالنشاء کړنې او د داخلي دندو اصولو د تعدیل په برخه کې وړاندیز شوي دي. فیفا هیله لري چې دا وړاندیزونه به د ملي شورا د کړنو او د اصلاحاتو په برخه کې اغېزناک تمام شي: • د کورنیو دندو د اصولو اصلاح او تعدیل: : د ملي شورا د پنځلسم دور له پیلېدو او د استازو له لوري د کورنیو دندو د اصولو تصویبولو څخه وروسته، نږدې دیارلس کاله کېږي چې دغه اصولپاڼه بیا نه کتل شوې او نه هم تعدیل شوې. وړاندیز کیږي چې د ولسي جرګې د داخلي چارو اصول، لکه د مشرانو جرګې، باید وڅیړل شي. • د بودجې سند: مالي او بودجې کمېسیونونه د ولسي جرګې له مهمو کمېسیونونو څخه شمېرل کېږي. هغه وکیلان چې د اقتصاد او د مالي او بودجوي موضوعاتو په برخه کې کافي تجربه او پوهه ولري باید په دغه کمېسیون کې د غړیتوب لپاره لومړیتوب ورکړل شي. • په پارلمان کې د سیاسي ګوندونو او فراکسیونونو نه شتون: په افغانستان کې د ټاکنو او پارلمان یوه مهمه نیمګړتیا په رښتینې او سیاسي مانا د ګوند نشتوالی دی. شته سیاسي اړخونه له بده مرغه اقتصادي، سیاسي او کلتوري لیدلوری نه لري او دغه چاره د دې لامل کېږي چې په اسانۍ سره په خپلو دریځونو کې انعطاف وښيي او د خپلو لنډمهالو ګټو لپاره دریځ بدل کړي.. • د «پارلماني څېړنیز مرکز» جوړول: د نړۍ ډېری پارلمانونه د پارلماني څېړنو مرکزونه لري. دغه څېړنیز مرکزونه چې په بېلابېلو برخو کې څانګپوه کسان ګومارل شوي، د قانون جوړونې او تصمیمونو په سمون او پلي کولو کې مرسته کوي. دغه مرکزونه د سیاسي لیدلورو څخه پرته په اړوند برخو کې څېړنه کوي او پایلې یې پارلمان ته وړاندې کوي چې د قانون جوړونې د پروسې او د وکیلانو د تصمیمونو د بډاینې لامل کېږي. نورو وړاندیزونه چې د یوې بستې په شکل دي، لاندې ضمیمه شوي دي:

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

1/14/2020

نېټه

فیفا

خپروونکی

گزارش

ډول

پارلمانی مشاهدي

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA