د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ولسي جرګه اوولسم دور کې د ځوانو وکیلانو د کړنو ارزونه

د فیفا د ښځو او ځوانانو برخې د خپلو مخکنیو غونډو په لړ کې دا ځل د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې درېیمه غونډه روان کال د مارچ په ۴مه د ډلې د ۲۰ غړو په ګډون د فیفا په دفتر کې ترسره کړه. د دغې غونډې اساسي موخه د ځوانانو سیاسي ګډون په اړه د افغانستان د ولسي جرګې د ځوانو وکیلانو د کړنو ارزونه وه. د غونډې په پیل کې د فیفا د پارلماني مشاهدې برخې مسوول ښاغلي حسیب معترف د پارلمان له کړنو څخه د فیفا مشاهداتي ماموریت د موخې په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او ویې ویل:"د وکیلانو له کړنو څخه د فیفا د مشاهداتي ماموریت موخه د هېواد په کچه د یوه پیاوړي پارلمان په رامنځته کولو کې د په وخت او رغنده راپورونو وړاندې کول دي چې دغه مشاهداتي موندنې تل د پارلمان له مشرتابه سره شریکېږي ترڅو په کړنو کې یې اصلاحات او سمون رامنځته شي." نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې د ځوانو وکیلانو د شتون او رول د کیفیت او کمیت په اړه لاندې ټکو ته اشاره وکړه: د ځوانو وکیلانو کیفي شتون: هغه په دې باور دی چې په اوسني پارلمان کې حرکتونه، هڅې او غږونه انفرادي دي او تر اوسه هم موږ د ځوانانو اغېزناک او ټولیز حرکت نه دی لیدلی. ده وړاندیز وکړ چې دغه حرکتونه باید په سیستماتیکه توګه ترسره شي ترڅو فعالیتونه یې لا زیات محسوس شي. له بلې خوا نوموړي د ځوانانو لپاره د ځانګړي کمېسیون نشتوالی د ځوانو وکیلانو لپاره یو خنډ وګڼه. د ځوانو وکیلانو کمیت: نوموړي د کمیت له مخې د اوسني پارلمان جوړښت ښه وګڼه او ویې ویل:"په اوسني پارلمان کې د لوستو کیلانو شمېر زیات دی او د عمر له مخې ویلی شو چې دا تر ټولو ځوان پارلمان دی، خو له بلې خوا دا چې غړي نوي دي او تجربه نه لري نو دولت باید د پارلمان تر مخ پرتې ننګونې لیرې کړي ترڅو د پارلمان غړي په لېوالتیا خپل کار مخته یوسي." له بلې خوا هغه ټینګار وکړ چې د ولسي جرګې په اوسني دور کې زیاتره ځوانان دي، د مسایلو په اړه یې پوهه ډېره ده او د هېواد د برخلیک په اړه لوی تصمیمونه باید په ولسي جرګه کې ونیول شي، خو حکومت ورته تصمیمونه ولسي جرګې ته نه استوي او که چېرې ولسي جرګې ته هم راځي، پر ملي مسایلو اتفاق نشته. د ملي مسایلو په اړه د جرګې د اوسنیو غړو د نظر د یووالي نشتوالی هم له مخکنۍ ولسي جرګې سره د اوسنۍ هغې له توپیرونو څخه دی. ورپسې ګډونوالو په ګروپي کار کې په ولسي جرګه کې د ځوانو وکیلانو ستونزې او ننګونې وپلټلې او لازم وړاندیزونه یې وکړل. د ځوانو وکیلانو ننګونې او ستونزې  د پارلمان د اساسي صلاحیتونو، رول او دندو په اړه د وکیلانو د پوهاوي نشتوالی؛  د ځوانو وکیلانو پر وړتیاو د باور نشتوالی او د مشرواکي کلتور برلاسی؛

نور جزئیات


3/4/2020

نېټه

20

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA