د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د پارلمان اوولسم دور کې د ښځینه وکیلانو د کړنو ارزونه

د فیفا د ښځو او ځوانانو برخې د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې درېیمه غونډه روان کال د مارچ په دویمه د ډلې د ۱۶ غړو په ګډون جوړه کړه. د دغې غونډې اساسي موخه د ښځو د سیاسي ګډون د زیاتوالي په اړه په ولسي جرګه کې د ښځینه وکیلانو د کړنو ارزونه وه. د افغانستان د اساسي قانون له مخې د پارلمان د غړو ۲۷ سلنه برخه ښځې دي. اساسي قانون امر کړی چې د هر ولایت د نفوسو په تناسب لږ تر لږه دوه ښځې پارلمان ته وټاکل شي. د افغانستان ولسي جرګه ۲۴۹ څوکۍ لري چې ښځې یې لږ تر لږه د دې څوکیو څلورمه برخه جوړوي. د افغانستان اساسي قانون پر بنسټ د پارلمان د غړو ۲۷ سلنه برخه ښځې دي. اساسي قانون امر کړی چې د هر ولایت د نفوسو له مخې لږ تر لږه باید دوه ښځې پارلمان ته وټاکل شي. د افغانستان ولسي جرګه ۲۴۹ څوکۍ لري چې د دغو څوکیو لږ تر لږه څلورمه برخه به ښځې ترلاسه کړي. د ۱۳۹۷ کال ولسي جرګې په ټاکنو کې څه دپاسه ۲۵۰۰ کسانو ځانونه نوماند کړي وو چې له دغو څخه څه دپاسه ۴۱۸ ښځې وې چې له دوی څخه ۷۰ کسانو ولسي جرګې ته لار ومونده. د فیفا د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې غړي په دې باور دي چې د پارلمان په اوولسم دور کې د ښځو شتون ډېر دی ځکه چې د کوټه سیستم لامل شوی ترحو ښځې په ټاکنیزه او یا هم انتصابي توګه دغې جرګې ته لار ومومي خو په اوسني پارلمان کې د ښځو فعالیتونه د پام وړ او ډېر نه دي، یوازې مطرح او پېژندل شوې څېرې نظر ورکوي. اوس هم وکیلانې نه دي توانېدلي چې په پارلمان کې خپل دریځ یا ځای ثابت کړي، خو د ښځو د سیاسي پوهاوي لوړېدو سره تمه کېږي چې په راتلونکي پارلمان کې د ښځو رول د پام وړ وي. د اجنډا له مخې په لومړي ګام کې په پارلمان کې د ښځینه وکیلانو د ننګونو او ستونزو پر پېژندنې بحث وشو او ګډونوالو په لاندې مواردو هوکړه وکړه. 1. امنیتي ستونزې په ولسي جرګه کې نوې وکیله مېرمن حلیمې صدف کریمي په پارلمان کې د ښځینه وکیلانو ستونزو او ننګونو په اړه وویل:"د ۱۷مې دورې پارلماني ټاکنو د څوکیو ترلاسه کولو شرایط د تېرو دوو دورو په پرتله محدود وو، د دغې دورې کمپاین له امنیتي ننګونو سره مخ وو او ښځو په سختې مبارزې سره دغه دور ازموینه تېره کړه." هغې زیاته کړه چې اوسنۍ وکیلانې د ځینو پرته نورې ټولې د خلکو رښتینې استازې دي. له بلې خوا مېرمن کریمي د دغې دورې وکیلان په درې برخو وېشي، لومړۍ برخه هغه وکیلان دي چې په خپلواکه توګه راغلي (ښځینه او نرینه)، دویمه برخه هغه وکیلان دي چې د سیاسي ګوندونو له ادرسه راغلي او له دې لارې یې ملاتړ کېږي او درېیمه برخه هغه وکیلان دي چې شتمن دي او د خپلو تورو پیسو د سپینولو لپاره د ولس کور ته راغلي دي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

3/2/2020

نېټه

16

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA