د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د سولې د پروسې په هکله د فیفا د وړاندیزونو مطبوعاتی کنفرانس

فیفا د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۵مه د سولې په هکله د وړاندیزي اعلامیې خپراوي لپاره یو کنفرانس جوړ کړ. په دغه کنفرانس کې د سیاسي ګوندونو استازو، د مدني ټولنې استازو، علماوو، ښځو، د پوهنتونونو استادانو، د نظر خاوندانو او ځوانو فعالانو ګډون کړی وو چې شمېر یې شاوخوا ۶۰ کسانو ته رسېده. غونډه د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت او د هېواد ملي سرود په خپرولو سره پیل شوه او ورپسې د فیفا اجرائیه مشر محمد یوسف رشید د کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د کنفرانس موخې تشرېح کړې. نوموړي په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدو او د تلپاتې سولې او ټیکاو د اهمیت او اړتیا او د سولې د ګټو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي رشید وویل:" په افغانستان کې د سولې او ټیکاو، د جګړې او وینې تویېدنې بندېدل او د تاوتریخوالي پای ته رسېدل له تېرو څلوېښت کلونو راهیسې د هر افغان لویه هیله او تمه ده. په افغانستان کې پرله پسې جګړو افغانانو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ دوی ته ګڼ مالي زیانونه هم رسولي او د هېواد اقتصادي بنسټ او سرچینې یې له منځه وړې دي. دغو جګړو په لسګونو افغان ښاروندان وژلي، په زرهاو نور یې معیوب کړي او په میلیونونو نور یې بېځایه او کډوال کړي دي. له دې کبله، د افغانستان خلک د سولې او ټیکاو تږي دي او د هر هغه عمل ملاتړ کوي چې د سولې او ټیکاو لامل کېدی شي." نوموړي د اعلامیې د چمتو کولو په اړه د فیفا د ګام په هکله هم معلومات وړاندې کړل او دا چې ولې فیفا د سولې په برخه کې د فعالیت ګام پورته کړ هم توضېحات ورکړل او ویې ویل:" فیفا د افغانستان د سولې پروسې او د دغې پروسې د لارې چارې په تړاو خپلې مشورتي غونډو کې د هېواد په ۵ زونونو کې جوړې کړې او بیا یې له سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو علماو، د پوهنتونونو استادانو، د ښځو حقونو فعالینو او همدارنګه ځوانانو سره ۵ ځانګړې غونډې وکړې او بیا یې د یادو غونډو د ګډونوالو د وړاندیزونو په پام کې نیولو سره د وړاندیزونو اعلامیه چمتو کړه. ورپسې د فیفا د ټاکنو د برخې مسوول محمد امید نورزي د اعلامیې وړاندیزونه وړاندې او تشرېح کړل. نوموړي د اعلامیې د چمتو کولو د میتودولوژي په هکله خبرې وکړې او ویې ویل:" دغه اعلامیه د افغانستان دولت ته ۲۵ وړاندیزونه، د افغانستان سیاسي ګوندونو ته ۵ وړاندیزونه او ۸ مورده یې د افغانستان خلکو سرې کرښې دي چې باید د سولې مذاکراتو قرباني نه شي." نوموړي وویل چې د اعلامیې مهم وړاندیزونه د افغانستان د سولې پروسې په تړاو د ملي، سیمییزې او نړیوالې اجماع رامنځته کولو او همدارنګه د لنډمهالې، منځمهالې او اوږدمهالې ستراتېژۍ او د سولې مرکچي پلاوي جوړولو په اړه دي." هغه زیاته کړه چې سولې د خبرو لپاره د اجنډا چمتو کول او همدارنګه د دغو خبرو د هر پړاو د مخته وړلو لپاره د مهالوېش جوړول د دغې اعلامیې د وړاندیزونو بله برخه ده. ده د سولې خبرو اترو د میکانیزم په هکله د اعلامیې وړاندیزونه او په دغه پروسه کې د سیاسي ګوندونو رول هم تشرېح کړ او همدارنګه د افغانستان خلکو سرې کرښې یې هم تشرېح کړې چې باید د سولې پروسې قرباني نه شي.

نور جزئیات


3/5/2020

نېټه

25

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA