د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د سولې عالي شورا مرستیال سره د سولې په هکله مشورتي غونډه

فیفا د سولې د مشورتي غونډو د لړۍ په دوام کې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۱۲مه د افغانستان د سولې عالي شورا له مرستیال حاجي عزیز الله دین محمد سره یوه ناسته وکړه چې د افغانستان د سولې پروسې په اړه یې نظرونه او لیدلوری ترلاسه کړي. د غونډې په پيل کې د فیفا د ټاکنو د خبرې مسوول محمد امید نورزي د غونډې موخه بیان کړه او د سولې په برخه کې د فیفا د فعالیتونو او ګامونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي د افغانستان د سولې پروسې په هکله د هېواد ۵ زونونو په کچه د فیفا مشورتي غونډو او له سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو، د ښځو حقونو مدافع بنسټونو، علماو او ځوانانو سره د ځانګړې غونډو په هکله هم خبرې وکړې او ویې ویل:"د سولې په اړه د ټولنې د ټولو قشرونو د لیدلوري او نظرونو له ترلاسه کولو وروسته فیفا د سولې پروسې د بېلابېلو پړاونو په هکله د وړاندیزونو واحده طرحه او همدارنګه د افغانستان د خلکو سرې کرښې چې باید د سولې پروسې قرباني نه شي او د سولې لاره چمتو کوي او د یوه رسمي کنفرانس له لارې یې خپروي او بیا د دغې طرحې لپاره د عدالت غوښتنې په موخه د هېواد مرکز او د زونونو په کچه د عدالت غوښتنې ډلګۍ رامنځته کوي." ورپسې له ښاغلي دین محمد څخه وغوښتل شول چې د سولې په برخه کې د سولې عالي شورا له خوا د شویو پرمختګونو او پورته شویو ګامونو په هکله معلومات وړاندې کړي او د سولې په اړه له رامنځته شوي فرصت څخه د ګټې اخیستنې په هکله خپل وړاندیزونه بیان کړي. همدارنګه د سولې عالي شورا له مرستیال څخه وغوښتل شول چې د سولې په اړه د اجماع رامنځته کولو لپاره د لازمو ګامونو او همدارنګه د اړیکو ګامونو په هکله خبرې کوړي چې د سولې هڅې پایلې ته رسولی شي. ښاغلي دین محمد د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې د فیفا له نوښت او فعالیتونو څخه ستاینه او مننه وکړه او د سولې عالي شورا د فعالیتونو په هکله یې وویل:"د افغانستان د سولې عالي شورا د تېرو کلونو په اوږدو کې د سولې په برخه کې ډېر ګامونه پورته کړي خو دغه ګامونه د یو لړ کبلونو پر بنسټ طالبان ونه هڅول چې د سولې پروسې سره یوځای شي." نوموړي له طالبانو سره د امریکا هوکړه د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره یو مخشرط وګڼه او ویې ویل:"له طالبانو سره د امریکا یو کلن مذاکرات او ترسره شوي ګامونه پایلې ته رسېدلي او ټاکل شوې چې په راتلونکو اونیو کې دغه هوکړه لیک په رسمي توګه د دواړو خواو تر منځ لاسلیک شي او تر هغه وروسته په پام کې ده چې بین الافغاني خبرې اترې پیل شي. خو د افغانستان دولت له خوا د یوه ټول شموله مرکچي پلاوي نشتوالی او د حکومت، سیاسي ګوندونو او اغېزناکو شخصیتونو تر منځ د هوکړې نشتوالی پر بین الافغاني خبرو او ان د دغې پروسې پر راتلونکي منفي اغېزه کولی شي." هغه ټینګار وکړ چې اوس مهال د افغانستان دولت لومړیتوب باید د سولې په برخه کې د اجماع رامنځته کول او د ټولشموله او د منلو وړ مرکچي پلاوي جوړول وي. هغه د سولې پروسې اوږدېدو په هکله هم خبرې وکړې او د افغانستان حکومت له خوا یې د سولې د ستراتېژۍ جوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

نور جزئیات


2/12/2020

نېټه

6

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA