د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د سولې د پروسې په هکله د عدالت غوښتنې ډلي غونډه په کاپیسا ولایت

د سولې لپاره د عدالت غوښتنې ډله د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې له استازو، د پوهنتون استادانو او د نظر خاوندانو څخه په دې وروستیو کې په کاپیسا ولایت کې د فیفا لخوا جوړه شوه. دغه غونډه د کاپیسا د والي په دفتر کې د ۱۳۹۸ کال د کب په ۲۸مه جوړه شوه او د کاپیسا والي سربېره د کاپیسا ولایتي شورا مشر محمد حسین سنجني، د ولایتي شورا مرستیال محمد محفوظ صافي، د ولایتي شورا منشي ملک عزیز الله صافي او د ولایتي شورا غړي ګلزمان شینوای هم شتون درلود. د دغې ډلې اصلي موخه د سولې لپاره عدالت غوښتنه او په دغه پروسه کې د سیاسي-مدني حقونو او ډموکراټیکو ارزښتونو څخه ملاتړ دی. د سولې لپاره د عدالت غوښتنې ډلې غړو په کاپیسا ولایت کې د سولې په اړه د فیفا په غونډو کې ګډون وکړ او د دغې پروسې، د سولې د لارې نقشې او د افغان دولت، سیاسي ګوندونو او نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو په اړه یې خپل نظرونه او لیدلوري له فیفا سره شریک کړل. ورپسې ترلاسه شوي نظرونه د فیفا تخنیکي ډلې په مټ تحلیل او تجزیه شول او پایله یې د سولې پروسې په هکله وړاندیزي اعلامیه کې درج شول. په دغه اعلامیه کې د افغانستان د سولې پروسې په هکله مشخص وړاندیزونه او د افغانستان د خلکو سرې کرښې شاملې دي. د اعلامیې تر رسمي خپرېدو وروسته د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د هغې د عدالت غوښتنې لپاره ګامونه پیل شول. له دې کبله، د سولې لپاره د فیفا د عدالت غوښتنې ډلې د کاپیسا والي ښاغلي عبدالطیف مراد سره غونډه وکړه. په پیل کې د کاپیسا والي ښاغلي عبدالطیف مراد خپل دفتر ته د سولې د عدالت غوښتنې ډلې د غړو د ورتګ هرکلی وکړ او د سولې پروسې په هکله د وړاندیز شوې اعلامیې په چمتو کولو کې یې د فیفا ګام وستایه. ورپسې په کاپیسا ولایت کې د فیفا ولایتي مسوول حشمت الله اسحاقزاده د سولې پروسې او په دغه پروسه کې د مدني بنسټونو د رول پر اهمیت خبرې وکړې. د فیفا ولایتي مسوول وویل:"مدني بنسټونه په ولسواکو ټولنو کې د ډیموکراټیکو ارزښتونو د ساتونکو او د ولس او دولت تر منځ د ارتباطي پول په توګه دا دنده او رول لري چې د لویو ملي مسایلو په اړه ګام پورته کړي او د ډیموکراسۍ او بنسټیزو حقونو او ډیموکراټیکو ارزښتونو د پایښت لپاره دریځ غوره کړي." هغه د سولې پروسې په هکله د وړاندیز شوې اعلامیې د چمتو کولو په اړه د فیفا د ګام په هکله معلومات ورکړل او ویې ویل:" د سولې پروسې په هکله وړاندیز شوې اعلامیه د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې بنسټونو، عالمانو، د ښځو د حقونو فعالانو، د پوهنتون استادانو، ځوانو فعالانو او نورو د نظر خاوندانو د لیدلوري او نظرونو پر بنسټ چمتو شوې ده." ښاغلي اسحقزاده زیاته کړه چې دا نظریات او لیدلوري د افغانستان د پنځو زونونو په کچه په پنځو مشورتي غونډو کې او په کابل کې د پنځو ځانګړو غونډو کې چمتو شوي او په رسمي ډول د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې خپاره شوي دي.

نور جزئیات


3/19/2020

نېټه

22

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

Kapisa

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA