د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنیزو اصلاحاتو د کاري ډلې د عدالت غوښتنې غونډه

د فیفا موسسې د خپلې عدالت غوښتنې دولسمه غونډه د نفوسو د احوالو د ثبت لوی ریاست له مرستیال ښاغلي محمد صابر ستانکزي او د دې ادارې له غړي ښاغلي محمد کریم سیغاني سره جوړه کړه. په دې غونډه کې د سیاسي ګوندونو، د مدني ټولنې د بنسټونو استازو او رسنیو هم شتون درلود. لومړی د فیفا د پروګرامونو مسوول ښاغلي محمد نعیم اصغري د ټاکنیزو اصلاحاتو د اهمیت، د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د فیفا او کاري ډلې هڅو او په ټاکنیزو اصلاحاتو کې د نفوسو د احوالو د ثبت ریاست رول په هکله مفصل معلومات ورکړل. نوموړي د نفوسو د احوالو د ثبت د نوي قانون له تصویب څخه وروسته د ورقي پېژندپاڼو د وېش په هکله د دغه ریاست د کار د دوام مشروعیت، د هغو ولسوالیو شمېر چې دغه ریاست پکې فعالیت کوي، د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش له ادارې سره یې د همغږۍ او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش په برخه کې د دوی مسوولیت په هکله پوښتنې وکړې. ورپسې د نفوسو د احوالو د ثبت ریاست مسوولینو د فیفا او د عدالت غوښتنې د ډلې له دغه ګام څخه هرکلی وکړ او پوښتنې یې په لاندې ډول ځواب کړې. دوی د هېواد په ۳۶۴ ولسوالیو کې د دفتر درلول او فعالیت څخه خبر ورکړ او ویې ویل، کله چې په ځینو ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو له کبله دا اداره فعالیت ونشي کړای نو له ګاونډو ولسوالیو او یا د ولایت له مرکز څخه په ګټې پېژندپاڼې وېشل کېږي. دوی زیاته کړه چې د نفوسو د احوالو د ثبت ریاست خپلې دندې د نفوسو د احوالو د ثبت نوي قانون د ۳۸مې مادې ۴مې فقرې له مخې پرمخ بیایي. په یاده ماده کې راغلي چې د نفوسو د احوالو د ثبت ریاست مکلف دی چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو تر بشپړېدو پورې، د خلکو د اړتیاو پوره کولو لپاره د ورقي پېژندپاڼو وېشلو ته دوام ورکړي. همدارنګه دوی وویل چې د برېښنایي پېژندپاڼو ادارې سره د همغږۍ له مخې د تخنیکي چارو پرمخ بېولو مسوولیت د یادې ادارې پر غاړه او د اشخاصو د پېژندګلوۍ تثبیت د نفوسو د احوالو د ثبت ریاست پر غاړه ده. خو د اشخاصو د پېژندګلوۍ تثبیت یې د ډېټا د کمښت له کبله یو ستونزمن کار وباله او څرګنده یې کړه:"د نفوسو د احوالو د ثبت ریاست د جګړو، ناامنیو او مالي ستونزو له کبله نه دی توانېدلی چې په وروستیو څلوېښت کلونو کې په ټول هېواد کې پېژندپاڼې ووېشي او کومه ډېټا چې د اعتبار وړ ده، د سردار داوود خان د حکومت له وخته پاتې ډېټا ده، خو په هم هغه وخت کې هم ۵۰٪ خلکو ته پېژندپاڼې نه دي وېشل شوي، ځکه چې پېژندپاڼې هغه چا ته وېشل کېږي چې په دولتي چارو کې د خدمت شاملېدل.

نور جزئیات

12/28/2015

نېټه

10

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA