د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ننګرهار ولایتي شورا سره د عدالت غوښتنې غونډه

د سولې لپاره د عدالت غوښتنې ډلې د ننګرهار ولایتي شورا له غړو سره غونډه وکړه. دغه غونډه روان کال د مارچ په ۱۶مه د ننګرهار ولایتي شورا په دفتر کې جوړه شوه او د یادې شورا غړو حمیرا رفیع، سردار الله مراد او مهدي پاچا ګډون کړی وو. غونډه د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې مېرمن حمیرا رفیع د ننګرهار ولایتي شورا په استازیتوب د سولې لپاره د عدالت غوښتنې د ډلې غړو ته ښه راغلاست ووایه او د اجنډا له مخې یې په ننګرهار کې د فیفا ولایتي شورا مسوول ښاغلي اسدالله لاروي څخه وغوښتل چې خپلې خبرې پیل کړي. ورپسې د فیفا ولایتي مسوول د غونډې جوړولو لپاره د ننګرهار ولایتي شورا څخه مننه وکړه او ویې ویل چې زموږ د دغې غونډې موخه دا ده چې د افغانستان د سولې پروسې په اړه د وړاندیز شوې اعلامیه د ننګرهار ولایتي شورا ته وسپارو او د دې اعلامیې اهمیت په اړه وغږیږو. د فیفا ولایتي مسوول د افغانستان د سولې پروسې اهمیت او د فیفا په مټ د دغې اعلامیې چمتو کولو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي لاروي وویل:" فیفا په تېرو میاشتو کې د افغانستان په پنځو زونونو (ننګرهار، کندهار، بلخ، هرات او کاپیسا) کې ګڼې مشورتي ناستې ترسره کړې او ورپسې یې په کابل کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې، د ښځو حقونو فعالانو، عالمانو او ځوانانو سره ځانګړې غونډې جوړې کړې چې د افغانستان د سولې پروسې په اړه د دوی نظرونو او لیدلوري ترلاسه کړي. د فیفا په هره ولایتي غونډه کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې، عالمانو، پوهنتون استادانو، کارپوهانو، د ښځو حقونو فعالینو او نخبه ګانو په استازیتوب ۳۰ کسانو ګډون کاوه او په درې کاري ډلګیو کې یې د فیفا په مټ دمخه ترتیب شوې پوښتنې یې په مشخصو فارمټونو کې ځوابولې. تر هغه وروسته فیفا په کابل کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې، عالمانو، د ښځو او ځوانانو د حقونو فعالانو سره پنځه ځانګړې ناستې ترسره کړې او د افغانستان د سولې پروسې اړتیاو، لومړیتوبونو او سرو کرښو په اړه یې د دوی نظریات ترلاسه کړل." ښاغلي لاروي وویل چې د نظرونو او لیدلور له ترلاسه کولو وروسته فیفا د افغانستان د سولې پروسې لپاره یوه وړاندیزي اعلامیه چمتو کړه او په رسمي ډول یې په یوه خبري کنفرانس کې خپره کړه. ښاغلي لاروي د اعلامیې د موخې او منځپانګې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل:" په دغه اعلامیه کې د افغانستان حکومت، سیاسي ګوندونو او نړیوالې ټولنې ته څرګند او واضح وړاندیزونه شامل دي، چې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د نقشې طرحه وړاندې کوي او د خلکو سرې کرښې په ګوته کوي. د دغې اعلامیې وړاندیزونو کې د سولې پروسې او خبرو ټولې مرحلې شاملې دي او د خبرو پیل لپاره یو له اساساتو او مخشرطونو څخه ګڼل کېږي. د دغې اعلامیې ټولیزه موخه د افغانستان د سولې پروسې لپاره د نقشې او د سولې پروسې د بېلابېلو مرحلو اړتیاو مشخصولو په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته کول دي ترڅو په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لامل دي. دغه اعلامیه د خلکو بېلابېلو کټګوریو د نظرونو او لیدلورو په پام کې نیولو سره چمتو شوې او د د خلکو په باور وړاندیزونه یې جامع او ټولشموله دي."

نور جزئیات


3/16/2020

نېټه

13

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

ننګرهار

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA