د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د بلخ ولایتي شورا له مشر سره د عدالت غوښتنې غونډې

د سولې لپاره د عدالت غوښتنې ډلې د بلخ ولایتي شورا له مشر سره د عدالت غوښتنې غونډه وکړه. دغه ډله د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې له استازو، د پوهنتون استادانو او د نظر خاوندانو څخه جوړه ده چې په دې وروستیو کې په بلخ ولایت کې د فیفا په مټ تاسیس شوه. دغه غونډه د ۱۳۹۸ کال د کب په ۲۷مه د سې شنبې په ورځ د بلخ ولایتي شورا کې جوړه شوه او موخه یې د افغانستان د سولې پرسې په هکله د وړاندیز شوې اعلامیې لپاره عدالت غوښتنه ده. وړاندیز شوې اعلامیه د فیفا په مټ د سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو، عالمانو، د ښځو، د پوهنتون استادانو، ځوانانو او د سولې عالي شورا سره د هېواد ۵ زونونو په کچه تر ۵ مشورتي غونډو او ۵ ځانګړو غونډو وروسته د دوی د لیدلوري او نظرونو پر بنسټ چمتو شوې او د مطبوعاتي کنفرانس له لارې خپره شوه. اعلامیه تر رسمي خپرېدو وروسته د ۵ زونونو په کچه د فیفا له ولایتي مسوولانو سره شریکه شوه ترڅو هغه د عدالت غوښتنې ولایتي ډلو سره هم شریکه کړي او بیا د عدالت غوښتنې غونډې ورته تنظیم کړي. د غونډې په پیل کې د بلخ ولایتي شورا مشر ښاغلي افضل حدید د سولې لپاره د عدالت غوښتنې ډلې غړو ته ښه راغلاست ووایه او د بلخ ولایتي شورا په استازیتوب یې له فیفا مننه وکړه چې د اعلامیه یې چمتو کړې او همدا راز د عدالت غوښتنې ډلې څخه یې هم مننه وکړه چې د عدالت غوښتنې لپاره هڅې کوي. د بلخ د ولایتي شورا مشر وویل: "موږ د هر هغه عمل ستاینه او ملاتړ کوو چې په هېواد کې سولې او ثبات کې مرسته کولی شي او دا د افغانستان د خلکو په خیر ګڼو. که چېرې هر فرد او بنسټ د سولې په پروسه کې د خپل رول په اهمیت وپوهېږي او په دې پروسه کې مرسته وکړي نو له شک پرته چې د سولې پروسه به بریالۍ وي." ورپسې په بلخ ولایت کې د فیفا ولایتي مسوول عبدالعظیم عظیمي په دې ناسته کې د ګډون لپاره د بلخ د ولایتي شورا مشر څخه مننه وکړه او ویې ویل:" ولایتي شوراګانې، د خلکو د استازو او څارونکو په توګه او د ځایي دفترونو د فعالیت څارنه د خلکو د هیلو او نظرونو په انعکاس کې اغیزناک رول لري. په لوی سیاسي پروسو کې د ولایتي شوراګانو رول مهم او اغېزناک دی. نو موږ وغوښتل چې له تاسو سره غونډه وکړو او تاسو ته د ټولنې د بېلابېلو برخو د نظرونو او لیدلورو پر بنسټ چمتو شوې اعلامیه وړاندې کړو." د فیفا ولایتي مسوول وړاندیز شوې اعلامیه تشرېح کړه او ویې ویل:" په دغه اعلامیه کې د افغانستان حکومت، سیاسي ګوندونو او نړیوالې ټولنې ته څرګند او واضح وړاندیزونه شامل دي، چې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د نقشې طرحه وړاندې کوي او د خلکو سرې کرښې په ګوته کوي. د دغې اعلامیې وړاندیزونو کې د سولې پروسې او خبرو ټولې مرحلې شاملې دي او د خبرو پیل لپاره یو له اساساتو او مخشرطونو څخه ګڼل کېږي. د دې اعلامیې عمومي موخه د افغانستان د سولې پروسې لپاره د لار نقشې او د سولې پروسې د بېلابېلو مرحلو اړتیاو مشخصولو په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته کول دي ترڅو په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لامل دي.

نور جزئیات


3/17/2020

نېټه

10

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

بلخ

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA